غزل
د ستا له کلی تېریدلی نشم دغه ګناه پځان منلی نشم
لارې کوڅې له رقیبانو ډکې جانانه غېږ کې د نېولی نشم
پداسې کلی او کوڅو کې اوسم په زوره زوره هم ژړلی نشم
لکه د روح به له بدنه ووځم خو له رواجه مې وتلی نشم
ستا د ښایست په ګلدرو کې ګرځي ځلمی زړګی مې رانېولی نشم
زلمی حبیبزی – اديسه
وسواس
علم ګل سحر
د کور کلیانې رانه ورکې شولې ډیر پسې وګرځیدم خپل ټول جیبونه مې له سره بیرته وپلټل پر هغه لاره بیرته درغلمه دا ځل مې ستا پر ځای کلي څارلې کلي ترۍ تمې شوې دژمي یخه شپه مې تیره کړه، د لارې پر سر داهم ټول ستا له لاسه چې وعده ځای پورې درتلم، هرڅه مې هیرو، ځان مې هیر و، ته مې ذهن کې وې ته مې هم ونه لیدې!!!
۱/ ۱۰ / ۱۳۸۷ کابل ـ څارندوی مینه
پښتانه
پښتانه وينو كې لمبيږي خدايه څه به كيږي ګريوان يې اوښكو كې لمديږي خدايه څه به كيږي
هغه پښتون چې به يې سرنه و ټيټ كړې چاته ګولۍ په كور يې را وريږي خدايه څه به كيږي
چې مو ټوپك په اوږه ږدي او مونږ په خپله ولي زمونږ له زړه وينې څڅيږي خدايه څه به كيږي
زمونږ حجرې نه يې سيتار يوړو منګې يې يوړو د پيغلو هم ګودر ورانيږي خدايه څه به كيږي
( سير) د پښتون د درد خبرې په ليكم ځوانان يې هر وخت وژل كيږي خدايه څه به كيږي
خالد سير …………شمشاد تلويزيون
حال به چاته نه وايى
مينه جانانه كوم حال به چاته نه وايى تاسره وعده كوم حال به چاته نه وايى
توره شپه كې ياره پټه به در وځمه مورته بهانه كوم حال به چاته نه وايى
شمع به روښانه كړم خواكې به دى كښينمه تاته يو كيسه كوم حال به چاته نه وايى
زلفى به سمسورې كړم تابه پكې ورك كړمه مينه په پرده كوم حال به چاته نه وايى
بېل به له تانه شمه ټول عمر به ستا يمه (سيره) فيصله كوم حال به چاته نه وايى
خالد سير …………….شمشاد تلويزيون
بیانوي مغل دی
مجیدسنګریارسهیلي پښتونخواکوټه بیانوي مغل دی چي تاریخ دخوشحال خان ولي
بیاعرب راغلۍ سکولونه کالجان ولي ته چي کوم عمل کړې داعمل ګله ستانه دی
دبل پرخله ولاړیې تباه کوردپښتانه دی هېوادکښي سرې لمبې دي بیامکتب دپېرروښان ولي
تاریخ یې سوزولۍ په غم لړلې ورورولۍ ده افغان پرقرارنه پرېږدې وینا دپنجابي ده پښتون ختمول غواړي دسوات چي ماشومان ولي
مغلوسلاکړې پر هرځاي کښي افغان وژني په هرځاي کښې ناوې وژني پرهرځاي کښې ځوانان وژني موږنه پرېږدي وژوندته کراچۍ کښي تاجران ولي
سنګریاره ږغ پروکړه نن پورته ابدالي کړه خان شهیدمیروایس نیکه اوراپورته ننګیالي کړه مشریې محمودخان کړه بیا یې څرنګه باداران ولي
مجیدسنګریار – سهیلي پښتونخوا – کوټه
غزل
خان زمان کاکړ
چا وې سرتېري رهبران خوند کړي ،ښاغلي خوند کړي ما وې چي ټول عمر محفل د یوه ښکلي خوند کړي چي دي په یاد کي د اختیار له دایرې نه ووځم پوهېږم نه، چي یاره هغه شېبه ولي خوند کړي زه د زندان له وېرې نه مرم خاموشي مي وژني راوړﺉ په پښو کي زولنې مي شرنګېدلي خوند کړي والله روښتیا وایم، د شپې په تقدس مي قسم په سپینه روځ په غېږ کي خوب د نازولي خوند کړي د نفرتونو د خاموشې زندګۍ په بدل په تور د مینې څوک په دار باندي ختلي خوند کړي
څلوریځه
دمیني نوم اوس یو پلمه غوندي سو بس و هر چا ته یو بهانه غوندي سو
د پاکي میني په مطلب پوه نه یو. اوس دا نجیب نوم مسخره غوندي سو
داؤد شاه زمری – کندهار
غزل
علم ګل سحر
په تورتمونو،په اورونو کې لار روغ پاتې يو ترکاڼي کلک يو،توپانونو کې لا روغ پاتې يو
هره خوا کرکه وه،کينې وې،موږ به مينه کړله عجبه نه ده؟امازونو* کې لا روغ پاتې يو
بيرغ دمينې مو په هيڅ جګړه کې ښکته نه کړ له دې سببه په تيغونو کې لا روغ پاتې يو
دا ښکلې هسې له موږ مخ اړوي،ځان کنجوي موږ يې په روح،موږ يې په زړونو کې لا روغ پاتې يو
سرو اننګيو ته يې ګورو،خو لانه پرې سوځو په دومره ښکلو او حسينو کې لا روغ پاتې يو
که مومن خان دې چيرې وليد ورته ووايه چې: موږ د ښامار تيرو غاښونو کې لا روغ پاتې يو
مخامخ خاندي او له شا مو په خنجر ووهي سحره!مونږ داسې وختونو کې لا روغ پاتي يو
|
ټپه مې د ملالې
ما پښتو کړه هېره تاته راغلم ګمان مې د باور وه تاته راغلم
ما راوړی دی فریاد د پښتون قام چې راګیر دی د انګریز په چل او دام
د سر سړي ترې وژني شمله ور هم ترینه وژني
ناوکۍ مو په سرو لمبو سوزیږي دا بې ننګه دموکرات پسې خندیږي
میوند دسرو لیوانو ښکار شو کلات،ارغند یې په ناتار شو
د ملالۍ ټپې خوزیږي دزړه هلمند کې مې ځوښیږي
د احمد او فتح خان په لارو تللی هآغه یار مې یو ځل بیا دی راویښ شوی
عظمت د میرویس خان ورته ښکاره کړه د ارشاک د تورې زور ورته ښکاره کړه
لوی باچا مونږ سره مل دی لوی عمر مونږ سره مل دی
پاني پت لږ ورته یاد کړه سومنات لږ ورته یاد کړه
دغه دښتې دغه غرونه دغه لارې دا ګودرې
دا آسمان د شاه زلمو دی د ملالې د اکبر د احمدشاه دی
دلته زمونږ عظمت کښل شوی دلته زمونږ برم یادیږي
تاته وایم عتیق زیه !! لنډۍ کړه د ملالې بیا تکراره
ورخیز کړه دې میدان ته دا ناره کړه پښتنو ته!!
که په میوند کښې شهید نه شوې خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
غزل
علم ګل سحر
نظر مې شي ستومانه،بيرته ستا رخسار ته راشي بې کوره مسافر دی،نا اشنا ديار ته راشي
په سترګو کې ځای نه لري،په زلفو کې دې ورک شي يو ستړی کليوال،تياره ماښام بازار ته راشي.
د ژوند لوبه بايلي،خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته تش والوزي هواته،مرغۍ بيرته مار ته راشي
يتيم چې په ژړا شي،ميره بيا څپيړه ورکړي ماشوم که څوک خپه کړي،په ژړا به پلار ته راشي
هندارې ټولې ماتې کړي،څو کاڼي دلته پريږدي يو څو ليونيان ووځي،يو څو بيرته ښار ته راشي
په کور کې څراغ نه لري چې کښيني رڼا ته چې توره شپه خوره شي،سحر ځکه يار ته راشي
11/1/1381 وزير اکبر خان مينه
ګل حبیب شاه – الهام
دوه شعرونه
عجیبه ومه وزګار وم چې ته نه وې له هر کار ځینې بې کار وم چې ته نه وې ټوله شپه مې شنه اسمان کې سترګې خښې بس د ستورو به په شمار وم چې ته نه وې هر لحظه مې عزرایيل ګویا مېلمه دی عجیبه شان به بیمار وم چې ته نه وې د خبرو له ښکلا مې غلا مه کړه زه هم ستا غوندې غدار وم چې ته نه وې نه مې چا سابه جوړ کړي و په مالګه نه له چا ځینې ازار وم چې ته نه وې د خوشبو غوندې په پټه خوله الهام وم نه ښکلا او نه اظهار وم چې ته نه وې
ګل حبيب شاه الهام – خوست
سپین رخسار دې ښایسته دی لکه میاشت ها یې هم په ننداره دی لکه میاشت تورې څڼې ، سپینکی مخ او سره لبان عجیبه ده ، عجیبه دی لکه میاشت نور څوګ ستایو، نور څوګ ګورو نور څوګ اورو بس همدا مو ګوزاره ده لکه میاشت هغه له خړې وریځې نه سپوږمۍ په راوته ده که ایښې یې څنګل په دېواله ده لکه میاشت الهام یې چې د ژوند په هر پړاو کې له ما غواړي هغه یې له ځوانۍ نه نزرانه ده لکه میاشت
ګل حبیب شاه الهام – خوست
غزل
عبدالرخمان غضري
شپه په نفلو ولاړه ستوري دعاګاني غواړي سپږمۍ دځان اینه کې ګوري دعاګاني غواړي
بلبل راخستې په نغمه کې دزبورترانه پرخه دګل په لمن اوري دعاګاني غواړي
لاس مې دروغزیده تش یې بیرته مه رالیږه بادشاهي نه غواړي څوسپوري دعاګاني غواړي
دمره اثرستادښکلاپه ماضرورشوی دی چې ته رانه شې زړه مې ښوري دعاګاني غواړي
په خوله څه نه وایې په شونډو یې حیاویده ده دسترګوپیغلې یې سرتوري دعاګاني غواړي
عجب خصلت دی د ادم دخیلخانې ملګرو زورور زورکړي اوکمزوري دعاګاني غواړي
غضري ته یې دخیالونو په حصارکې نه یې د دې محلت ښائستې نوري دعاګاني غواړي
۲۰۰۹/۲/۱ساجر
ول عمر وفا
شکرالله طاهري
داسې هیڅوک نه دۍ چه به ټول عمر وفا کوي کله کله ستا دا خپل زړګۍ به هم جفا کوي زه آشنا په تیز نظر ایشتلۍ یم د زړه په سر دا وخت د دوا ندۍ خلک دې دعا کوي جارشمه قربان شمه د خوږ آشنا په دې اداء خپله زخمي کړۍ یم او خپله مې دوا کوي کاش چه دې په ژوند آشنا لږ قدر ساتلۍ وای اوس خومې د مرګ په وخت هر سړۍ ژړا کوي دغه بې روخي د یارچاته دې خدای ورنکړي څنګه چه زما سره داسې خپل آشنا کوي ډک دۍ د دنیا لمن سراسر ګناه ځینې دلته د آدم بچی یو خو به خطاه کوي خپله زه نفرت لرم طاهري وحشت ګنم څوک چه دوه یوشوۍ زړه یو بل نه جدا کوي
|