کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتو ادبي تړون چمن: خپلواکه پښتو مشاعره جوړوي

پښتو ادبي تړون چمن: خپلواکه پښتو مشاعره جوړوي

د پښتو ادب درنو مینه والو ته ادبي خبر ورکول کیږي چي پښتوادبي تړون چمن یوه خپلواکه او پتمنه پښتو مشاعره په ګډ همت باندي جوړوي په دې خوځښت او نوښت لرونکې مشاعره کي به د چمن سره سره د نورو پښتني سیمو تکړه او هڅانده لیکوالان،شاعران او ادیبان پر دریځ په مخامخ توګه د ادب علاقمندانو ته خپلي شعري ملغلري وړاندي کوي، د پښتو ژبي خواخوږو ته په ډېر درنښت بلنه ورکوو چي زموږ سره د پښتني احساس له مخي په دې اغېزمنه مشاعره کي ګډون وکړي او دې مشاعرې ته پخپل راتګ سره لاځلا او ښکلا وبخښي .


نېټه : ۸ فروري ۲۰۰۹م کال
ورځ : یکشنبه یا اتوار
وخت : ماپښین ۲:۳۰ دوېنیمي بجې


ځای : ضلعي اسمبلۍ هال یا د اولسوالۍ د شورا د غونډي تالار ( چمن )ـ


فون شمېره  03022245352
برېښنالیک درک  adalachakzai@yahoo.com


په احترام


پښتو ادبي تړون چمن (محکومه پښتونخوا)