په زابل کښي د کرکټ د اتلولۍ د ګټلو ویاړ غونډه وشوه

د لراوبر اداره | فبروري 7th, 2009


نن د زابل ولایت په سلګونو اوسیدونکو کې د افغانستان د کرکټ د ملې ټیم د اتلولۍ د ترلاسه کولو له امله د خوښیو په څرګندولو سره دغه بری وستایه .





 

دا غونډه چې د کلات ښار د بادام ګل په ماڼۍ کې جوړه شوې شاوخوا درې سوه تنو پکې ګډون درلود چې  ډیری یې لوبغاړی، د لوبو مینه وال او نور ځایی اوسیدونکي وو.

د زابل د فوټبال فدراسیون مشرانجینر عبدالناصر حقمل وویل چې غونډه یې د کرکټ دملې ټیم او په ټوله کې له ورزش څخه د ملاتړ په موخه رابللې ده ، د زیاته کړه چې د غونډې په جوړیدلو کې ورسره چا مرسته هیڅ راز مرسته نده کړې.

انجینر حقمل د افغان کرکټ لوبډلې د ستونزو په یادولو سره په دولت کلکه نیوکه کړه چې دده په خبره د لوبغاړو سره یې سمه مرسته نده کړې.

د زابل د المپیک امر محمدویس عزیزی د خپلو خبرو په ترڅ کې د کرکټ په دریم پړاو کې د افغان لوبډلې بریالیتوب د ټول افغانستان لپاره یو ستره لاسته راوړنه وبلله ده وویل ( که افغانانو ته امکانات برابرشي نو په هر ډګر کې به نړیوالو ته دا وښیي چې افغانان د کار ښه وړتیا لري)

د غونډې ډیری ویناوالو په خپلو خبرو کې له دولت څخه د ورزش برخې ته د لازمې پاملرنې غوښتنه کوله.

د غونډې دوهمه برخه مشاعره وه چې د زابل ځوانو شاعرانو پکې د خپلو اتلانو ستاینه د شعر په ژبه وکړه.

له دې وروسته د نوری کانګفو کلپ له لوري د رزمي لوبو یو شمیر نمایشات ترسره شول چې د غونډې د ګډوالو له لوري په چکچکو بدرګه کیدل.

غونډه د ماسپښین د دوه بجو او دیرشو دقیقو په شاوخوا کې پدې غوښتنه ختمه شوه چې دولت دي له ورزشکارانو سره پوره همکاري وکړي.

دیادولو وړ ده چې افغان کرکټ لوبډله په ارجنټاین هېواد کې له شپږو هیوادو سره له سیالۍ وروسته ددې پړاو د بریالۍ لوبډلې په توګه وپیژندل شوه او له کپ ترلاسه کولو وروسته دوې ورځې وړاندې افغانستان ته راستنه شوه.

Copyright Larawbar 2007-2024