کور / شعر / غزل

غزل

د سوركو شونډو او شين خال دي د سپرلي اندازه
د ښكلي حســــــــــــــــن به دي څوك ولګوي اندازه



چې ولس مخكې وي روان او دى له شا ورپسې
د قومي مشر وي همـــــــــــــــــــــدغه د سړي اندازه


د بل په غاړه چــــــــــــــې چاړه ږدې يا يې ولې كله
تا لګولې ده د خـــــــــــــــــــپل خواږه بچي اندازه ؟


اوس چې چارګل په پوزه نه ږدي زمانه شوه بله
چا له به څـــــــــــه ښكاري له دې نه پښتنې اندازه


د جنګ ترخو – ترخو حـــالاتو كې چې مينه كوي
لــــــــــــــــه ځينو خلكو مي سعيده د زمري اندازه