کور / هراړخیز / يوه جينکۍ بې له زړه څخه څلور مياشتي ژوندۍ وه

يوه جينکۍ بې له زړه څخه څلور مياشتي ژوندۍ وه

د سي بي ايس د راپور پر بنسټ د امريکا د ((ميامي)) ايالت په روغتون کې دا جينکۍ چې ((ډي ژانا)) نومېږي د ډاکټرانو تر نظارت لاندې ١١٨ ورځې ژوندۍ وه ،ډاکټرانو له زړه څخه ماسوا ددې ژوند يوه معجزه بللى .

له تېرو شپږو مياشتو راهيسې ددې د زړه د پيوند دوه عمليات وشول چې يو هم بريالى نه شو ،نوموړې څلورمياشتې د مصنوعي زړه په واسطه چې وينه پمپ کوي ژوندۍ وه .


ډاکټر ((سي فام)) او ډاکټر((مارکوريچي))ددې ځوانې جينۍ روغتيا پالو په يوه مطبوعاتي مرکه کې وويل ((ډي ژانا)) د زړه د لويوالي د ناروغۍ تر څنګ د زړه په نورو ناروغيو هم اخته وه ، نو له همدې امله بايد ددې د زړه د پيوند عمليات شوي واى ،خو د زړه د پيوند دواړه عمليات يې نابريالي شول . نوموړې تر څلورو مياشتو پورې په مصنوعي زړه  چې د بدن غړو ته يې وينه پمپ کوله ژوندۍ وه ، په عادي حالت کې د وينې د پمپ کولو دا مصنوعي  زړه د يوکس لپاره يوه يا دوه مياشتې تجويز کېږي ،چې له دې مودې څخه ډېر يې کارول په تدريج سره د مړينې سبب کېږي ،خو ډي ژانا په دې مصنوعي پمپ ١١٨ ورځې ژوندۍ وه چې د طب په نړۍ کې يوه حيرانونکې پېښه ده.