ملك نويد: پېښور ته د حكومت ضد كسانو خطر نسته
د پښتونخوا ايالت د مركز پېښور د پوليسو مشر ملك محمدنويد وايي، په دغه ښار كي نور د حكومت ضد وسله والو د فعاليت خطر نسته.
نوموړي وويل د پېښور ښار په څنډو كي د حكومت ضد وسله والو په مقابل كي تر عملياتو وروسته نور په دغه ښار كي د هغوى د فعاليتونو هڅي شنډي سوي او كه ځيني كسان موجود هم وي د پوليسو له سخت غبرګون سره به مخ سي.
ښاغلي نويد دغه څرګندوني هغو عملياتو ته په اشاره سره وكړې، چي پوليسو دوې ورځي دمخه د بازيدخېلو په سيمه كي د وسله والو پر ضد ترسره كړي او نهه وسله وال يې پكښي وژلي وو، د نويد په وينا هغوى د لښكر اسلام ګوند غړي وو.