کور / تازه خبرونه / لغمان : امنيه قومندان ووژل شو

لغمان : امنيه قومندان ووژل شو

وسله وال طالبان وايي د لغمان د سرخکانو په سيمه کې يې ١٣ تنه ملي پوليس وژلي او د هغوى دوه موټر يې ويجاړ کړي دي، خو د لغمان د والي وياند سيد احمدساپى وايي چې وسله والو طالبانو د عزيز خان کڅ په سيمه کې د پوليسو پر موټرو بريد کړى چې په ترڅ کې يې د قرغيو ولسوالۍ امنيه قومندان او يو پوليس وژل شوي دي