کور / تازه خبرونه / ننګرهار : د ګوشتې ولسوال ووژل شو

ننګرهار : د ګوشتې ولسوال ووژل شو

په ننګرهار کې د ګوشتې ولسوال حاجي نعيم جان شينوارى د يو ريموټ کنټرول ماين په چاودنه کې ووژل شو. د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزى وايي د ولسوال موټر چلوونکى هم وژل شوى او يو تن ساتونکى يې ټپي دى. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې ولسوال او موټر چلوونکى يې دوى وژلي دي.