پاكستانى اټومپوه خوشي سو

34 | فبروري 7th, 2009



د پاكستان حكومت اعلان وكړ، چي د دغه هيواد د اټوم ډاكټر عبدالقدير خان يې خوشي كړى دئ.
قدير خان چي په پاكستان كي د اټوم په پلار مشهور دئ، د امريكا او لوېديځو هيوادونو له خوا په دې تورن و، چي ليبيا، اېران او شمالي كوريا ته يې د اټومي پروګرام سافټوېرونه وركړي وو.
قديرخان د جنرال مشرف د واكمنۍ پر مهال بندي سو، وروسته له بنده خوشي سو، خو په نظربندۍ كي يې ژوند كاوه.
تېره ورځ په اسلام آباد كي يوې محكمې له نظربندۍ څخه د نوموړي د خلاصون اعلان وكړ، خو لوېديځو هيوادونو د هغه پر آزادۍ باندي اندېښنه ښودلې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024