کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / شیطان په جامه د مسلمان

شیطان په جامه د مسلمان

۲۰۰۸ یو وحشتناکه او هیبتناکه کال وه چی دډیرو معصومو وګړو ژوندیې لکه دخامار وخوړو او دځان سره یې څه عجیبه غوندې طوفانونه هم راوړل لکه اقتصادې او مالې بحرانونه چې دډیرو ناچارو او غریبو خلکو ژوندیې دیولوی خطر سره مخ کړ چې ډیرودخپل اولاد پلورلو ته مخه کړه نو څه لاپت اوعزت!


څه به مو سرخو‌ږو‌‎‌ْم، دغه خامارکال او بحرانونو شخصاً ډیر ژړه ولی یم. یو دسترګو لیدلی حال ستاسو حضور ته وړاندې کوم چې حتی زما قلم اولاس هم ژاړي خو څه وکړم دهیریدلو حوصله یې هم نه لرم. دیکشنیبې ورځ وه ډیر تنګ شوی وم نو عزم مي وکړ چې یو ملګری خوا ته ولاړشم او پوښتنه یې وکړم څه به هغه خوشحاله شي او څه به زما فکر هم بدل شي، هغه خبرنه وم چې فکر به مي ورسره نورهم خراب شي.  د لمونځ نه وروسته دملګري په طرف ورروان شوم چې په لاره روان وم چې ناڅاپه یوښځه دکوڅې څخه راووتله اوپه ژړا زما مخې ته راغله او راته وویل: ای وروره مسلمان یې؟! ماورته په ډیر حیرانتیا سره ځواب ورکړ هو! الحمدلله مسلمان یم خدمت وایه.


نودغې ښځې په ډیر ژړغونې آواز راته وویل چې ماته خو یو ۵۰۰ روپۍ‎ راکړه؛ خدای شاهد دی ما ورته هغه روپۍ ورکړي او پوښتنه می ورځیني وکړه ولي دومره ورخطا او په ژړا یې؟!  دغې ښځې راته په ځواب کې وویل چی څه ته مي په زخمونو مالګه دوړه وي بس دی چې دومره ځوریدلی اوژړیدلی یم. ددغې خبرې په اوریدو سره ډیر حیران او خفه شوم اوورته ومي ویل که حل راته ونه وایې نو روپۍ مي بیرته راکړه. دغې تورسرې راته په ژړغونې اواز وویل ښه چې دومر غمخوریې نوبیا راته غوږشه! دغې ښځې راته وویل چی میړه مي په یوه انتحاری چاودنه کې ټپي شو او ددې برسیره په یولوی رنځ هم اخته شو او دطبې معالجې لپاره روپۍ راسره نه وي او لاس مو ډیر تنګ وه نو یو سوداګر څخه مو څلور ځلې ۱۰۰۰۰ روپۍ پوړ واخیست چې جمعاً ۴۰۰۰۰ روپۍ شوي.


دوخت په تیریدو سره بیا هم روپیو ته اړشو نویو ځل بیا دنوموړي سوداګرکورته دپوړ په موخه ورغلم او د۲۰۰۰۰ روپیو غوښتنه مي ورځینې وکړه نو هغه راته په ځواب کې وویل چې ته خوزما دمخکې نه هم ۴۰۰۰۰ زره روپۍ قرضداره یې نو که ۲۰۰۰۰ نوري هم درکړم نو ته به داروپۍ ماته څنګه بیرته راکړي. ماورته په ځواب کی وویل الله پاک به خیر کړي او در به یې کړم. دغه جابر سوداګر راته وویل ځه لاړه شه هغه لور دي راوله زما په دفتر کې به ماسره کار پیل کړي نو زه به ورته دمیاشتې  ۶۰۰۰ روپۍ تنخواه ورکووم او دي سره سره به ستا پوړهم ختم شي.  ددغې خبرې په اوریده سره ډیره خوشحاله شوم چې لور به مي دحاجی صاحب په دفترکې کار پیل کړي او درزق یوه حلاله وسیله به مو پیداشي. دغه سوداګر راته ۲۰۰۰۰ روپۍ نوریې هم راکړي او راته وویل چې حتماً دي لور راولي که نه نو بل څوک نیسو! ماورته وویل بلکل صحي ده حاجی صاحب سبانه بل سبا به یې راولم.


کله چې کورته و لاړم نو خپلې لور سره مي مشوره وکړه نوهغې راته وویل چې که زما په دغه ۱۰ لسم  ټولګې پوهه باندې زما دکورنۍ ستونزې حل کیږي ولي نه زه تیاره یم چې کار ته ولاړه شم. نو دوه ورځې وروسته مي لور ددغه سوداګر دفتر ته بوتله اوورته ومي ویل چې حاجی صاحب دغه زما یوه لور ده اوبس، ډیر خیال به پري کوی اوپه سهار کې به یې راولم او دمازدیګري به بیرته کورته بیایم. دغه سوداګر راته وویل نه نه هیڅ ضرورت نشته زما ډریوربه یې زما په موټر کې کور نه راولي او درولي نو خدای شته زړه مي ورته دُعا وکړه چې ګوره دغه حاجی صاحب څومر نیک او غریب دوست انسان دی، زه څه خبره وم چې دا په سپینه جامه کې شیطان دی.


زمادلورد دندې دوه اونۍ پوره شوي او دغه شیطان به زمونږ ډیر خیال ساتلو نو په زړه کې مي شک راغی چې کیدای شي دغه سړی زما لور ته تمه کړي وي خو چې کله به مې ددغه شیطان خوي اوخلاقو ته فکر وکړ نو بیا به مي ځان ته ډاډ ورکړ چې ځه حاجی صاحب ډیر ښه سړی دی هغه هیڅ مقصد نلري. ددغه شک اوګومان په اساس مي یوره ورځ خپله لور وپوښتله چې حاجی صاحب خو څه درته ویلې ندي او رویه یې تا سره څنګه ده نوهغې راته وویل چې زما ډیر خیال ساتي او تل راته نصیحت کوي چې ښه کار زده کړه تر څو دخپلې کورنی مرسته وکړي. ددغې خبرې سره مي زړه نورهم ولګيد او ځان سره مي وویل چې حاجی صاحب خو رښتیا ډیر ښه سړی دی.  دوخت په تیریدو سره یوه ورځ مي لور ترماښامه پوري کورته رانه غله اوډیره ناوخته شوه نو پلار یې راته وویل چې ورشه دهغه لور پوښتنه دي وکړه چې داڅنګه پري ناوخته شوه.


دغه ځنډ ډیره سودایې او خفه کړم چې دالورمي آخر ولي! دومره وځنډیده په ډیره ورخطایې خپل ګاونډې کورته ورغلم اورته ومي وویل چې هغه نادیه لور مي په دفتر کې ډیره وځنډیده اوتراوسه پوري رانه غله، زه او پلاریې ډیر په تشویش کی یاست. خیرده دخدای لپاره دغې شمیرې باندې خوحاجی صاحب ته یو تلیفون وکړه چې نادیه ولي وځنډیده؟! دغه حاجی زمونږه ګاونډې ته وویل چې دنادیه مورته تلیفون ورکړه زه ورسره غږیږم نو ماورسره په ډیرورخطایې خبرې وکړي او لومړی مي تري نه پوښتنه وکړه چې نادیه ولي وځنډیده؟ ! نوهغه خبیٍٍث راته وویل چې هغه لږ مریضه شویده او ما روغتون ته ددرملنې لپاره وړي ده ۱۱ بجي به یې کورته درولو! ددغې خبرې په اوریدو سره ډیره حیرانه او په ژړا شوم.


کله چې کورته راغلم نو نادیه پلارته مي وویل چې نادیه لږه مریضه شویده او دحاجی صاحب دي کورودان وي ډاکټر ته یې وړي ده او بس ۱۱ بجې یې راولي. ددغې خبرې داوریدو سره یې ناروغ پلار راپاڅیده او سر ته یې ټک ورکړاو په ډیر لوی حوصیلی وویلی په والله چې زړه مي ډیر دربیږ ي خداي نخواسته دغه سوداګر زمادلور عزت ته لاس نه یې اچولی! ددغې خبرې په اوریدوسره مي زړه ولوید اورته وومي وویل چې ای سړیه! داڅه ګډې وډې خبرې کوي حاجی صاحب دومره ظالم اوبې عزته نشي کیدای چې دیو مسلمان عزت ته په سپکه سترګه وګوري نوبیا راته دنادیه پلار وویل ای ښځې! ته دا څه پیژنې دچا په تندې کلمه لیکلې ده چې ته حاجی صاحب ته دومره ښه سړی وایې نو بیا ماورته وویلي حاجی صاحب تبلیغ او همیشه دقرآن شریف ختمونه کوي دومره خو به خدای نه ویریږی. مونږه په دغه خبرو کې وو چې ناڅاپه دروازه وټکیده نو په منډه ورغلم او خوشحاله شوم چې نادیه لورمي راغله. کله مي چې دروازه خلاصه کړه ګورم نادیه بې هوشه په موټرکې پرته ده نو دفعتاً مي تندې ته ټک ورکړ اوچیغه مي کړه والله چې دخلیل (دنادیې پلار) خبره صحي ده.


نو په چیغو مي دحاجی ډریور دګریوان نه راونیو چې داولي؟ راته ووایه زما په لور مو څه کړي، دغه ډریور راته په ځواب کې وویل چې ستا لور حاجی بې عزته کړیده!!! ددغې خبرې اوریده سره بیهوشه اوپه ځمکه راولویدم. یووخت چی راپا څیدم ګورم چې سرته می خلیل ناست اوژاړي نوماروڅخه وپوښتل چې نادیه څه شوه هغه راته وویل هغه هلته کوټه کې ناسته ده او به سروسترګو ژاړي په ډیرزور سره پاڅیدم او ورغلم چې ګورم نادیه ډیره په بد حال ده اوژاړي، نو پوښتنه مي تري وکړه ولي لور ي څه چل دی؟ مخ یې پټ کړ او په ژړا یې راته وویل چې زما ژوند تباه اوبرباد شو. دغه شپه مونږه دري واړو تر سهاره پوري په ژړا تیره کړه. سهار دوخته ددغه شیطان دفتر ته ورغلم او پوښتنه مي وکړه چې دغه منافق، شیطان چیرته دی نو هغوي راته وویل چې نن دهغه په کورکې دقرآن شریف ختم دی او نه دی راغلی. پدغه وخت کې چاړه هم راسره وه او دشیطان دکور په اړخ روانه شوم، کله چې ددغه شیطان کورته ورغلم ګورم چې مولایان او قاریان ناست دي او ختم شروع دی نو ماپوښتنه وکړه چې دغه شیطان چیرته دی؟ خلکو راته وویل چې هغه دحجرې په هغه بله کوټه کې ناست دی نو مستقیماً ورغلم اورته ومي وویل ای شیطانه، لعینه تا زما دلور ژوند تباه کړاو دابد لپاره دي بې عزته کړه، داولي؟ تا خو ماته ډیر ډاد راکړای وه، تاولي داسې ستم وکړ؟!


دغه شیطان راته په ځواب کې وویل پام کوه چاته حال ونه وایې زه به تا ته قرض معاف او ۵۰۰۰۰ روپۍ نوریې هم درکړم.ددغې خبرې په اوریدو سره مي نوره حوصله ختمه شوه اودغه شیطان مي دوه چاړې په خیټه کې وواهه او وتښتیدم او اوس دلته دغه کیمپ کې پټ اوسیږو اودخوراک څه نه لرو. دغې کیسې زما ټول خوبونه حرام کړیدي او همیشه ځوریږم. هی هی! څومره بدبخته، ظالم، اوموقعه پرسته دی مسلمان! چې دیواوبل مجبوریتونونه سوء استفاده کوو او بیا پري داسلام پرده اچوو. ای زمالویه خدایه! هلاک اوتباه کړي هغه شتمن چې دفقیر اومعصوم مجبوریتونونه سوء استفاده کوي او مرسته ورسره نه کوي.