د نړۍ تر ټولو کوچني هېوادونه
واټيکان: چې ٠،٤٤ کيلومتره پراخوالى لري اوپه ايټاليا کې پروت دى چې د کاتوليک عيسويانو مذهبي لارښود پاپ بينيډيک پکې اوسي .ددې هېواد په منځ کې که ودرېږې شاوخوا ټول هېوادونه او پولې يې ليدلى شې.
موناکو:د ١،٩٦ کيلومتره په پراخوالي سره دفرانسې په خواکې دمديترانې په سمندرگي کې پروت دى.
نائورو:داهېواد چي په ارام سمندرکې پروت دى او څو ورځې مخکې يې دټولې نړۍ په مقابل کې له امريکا او اسرايلو سره گډ د فلسطين په خلکو د اسرايلو وحشيانه تېري دسم بللو لپاره په ملګرو ملتونو کې رايه هم ورکړه.
ټووالو: ٢٦ کيلومترمربع پراخوالى لري اودا هم د ارام سمندر کې پروت دى.
سان مارينو: سان مارينو هېواد چې ٦١ کيلومتر مربع پراخوالى لري او او د ايټاليا په خواکې پروت هم د نړۍ په تر ټولو کوچنيو هېوادونو کې راځي. ياده دې وي چې دا ټول هېوادونه په ملګروملتو کې غړيتوب هم لري .