کور / هراړخیز / د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه

د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه

د نړۍ تر تولو ستره الوتکه  د متحده عربي اماراتو په هوايي ډګر راښکته شوه او ايرباس ٣٨٠-A  نومېږي .


امارات په سيمه کې لومړنى هېواد و چې د مسافر وړلو دومره لويه الوتکه يې په هوايي ډګر ښکته کېږي ،د اماراتو د هوايي ډګر مسوولينو دا الوتکه ددې لپاره وپېرله چې د دوبۍ او نيويارک تر منځ اوږد واټن د مسافرينو لپاره په زړه پورې کړي او سپرلۍ دکومې ستړيا احساس ونه کړي.

د الوتکې انځورونه د دوبۍ په هوايي ډګر کې وينئ.



د اماراتو د هوايي ډګر مسوولينو ويلي دي چې دا الوتکه په په اوونۍ کې نيويارک ته درې الوتنې کوي

او د نيويارک د جان ايف کېنډي تر هوايي ډګره پورې به په  ١٤  ساعته کې رسېږي.

د اماراتو د الوتکو د ادارې پوه وياند وويل چې ددې الوتکې جوازونه له مخکې پېرل شوي دي او په يو وخت ٥٥٥ کسان وړلى شي.

((ټيم کلارک)) چې د اماراتو د هوايي شرکت رييس دى خبريالانو ته وويل چې تر ٢٠٠٩ کال له پيل پورې به پنځه دا A_380 الوتکې واخلي.

د اماراتو د الوتنې شرکت د اته پنځوس A_380   ايربس الوتکو  د اخيستلو هوډ کړى او ددې لپاره يې د الوتکو د ايربس شرکت ته د راتلونکو کلونو لپاره ١٨ ميليارده او اته سوه ميليون ډالره ورکړي دي.

دا ايربس الوتکه چې A380-800 ماډل لري او ٥٥٥ مسافرين په دريو کلاسونو کې په يو وار وړلى شي او ددې وړتيا لري چې ٨٠٠٠ ميله واټن په بې له کومې ناستې په يو ځل ووهي.

په دې الوتکه کې Rolls RoyceTrent 900 يا Alliance GP7200 ماشينونه ځاى په ځاى شوي دي .





په دې الوتکه کې د هوساينې او ارامي لپاره ډېرې ښې اسانتياوې لکه د ښه راغلاست لپاره ښه او ښکلي چوپړوال دخوب لپاره ښه او پراخ ځاى،پلورنځى،او… په پام کې نيول شوي دي

دا ستر بدلون چې په دې A380 الوتکه  کې مسافرينو ته راوستل شوى کېداى شي په کرايه کې له نورو الوتکو لوړ ه وي .

له کلونو مطالعې او څېړنو وروسته د يوې داسې الوتکې د طرحې او جوړونې لپاره د Airbus شرکت په ١٩٩٩ زېږدي کال کې يوه پروژه د ١٠،٧ ميليارد ډالرو په لګښت په کارواچوله ددې لپاره چې د پخوانيو الوتکو وزرونه لنډي وو او کم مسافرين به يې وړلى شول نو  د Airbus شرکت د يو نوي ماډل الوتکې د جوړولو په هڅه کې شو  او بالاخره له هڅو وروسته د يوې نوې الوتکې چې ٧٥٠ ټنه وزن او اوږده وزرونه  يې درلودل  جوړه کړه او له دې سره نو Airbus ته لاره هواره شوه چې حتى د ٧٠٠ او ٨٠٠ مسافرينو د وړلو توان لرونکې الوتکې هم جوړې کړي  چې د سيال شرکت  Boeing 747-40    دوه برابره مسافر يووړلى شي.

د Boeing دالوتکو جوړولو شرکت چې له ايربس سره په سيالۍ کې دى  ددې شرکت د داسې سترې الوتکې د جوړولو په مقابل کې د بوئينګ يو نوى ډول بازار ته وړاندې کړ چې ٤٠٠ سپرلۍ وړلى شي خو بيا هم په بازار کې د ايربس ددې الوتکې په شان پېرېدونکي نه لري.

تر اوسه پورې د الوتنې ٩ شرکتونو د ايربس ددې لويې الوتکې د اخيستلو فرمايش ورکړى دې شرکت ته تر اوسه د١٠٣ الوتکو د جوړېدو  ويل شوي دي چې ١٧ الوتکې يې بار وړونکې دي  او داسې وړاندوينه کېږي چې د الوتکې د جوړولو لپاره به دې شرکت ته تر ٢٥٠ يا ٣٠٠ پورې  فرمايشونه ورکړل شي چې پکې ٥٨ الوتکې يه ځانگړي ډول د اماراتو هوايي شرکت اخلي.