کور / هراړخیز / د نارينه وو ماغزه له ښځو څخه ژر زړېږي

د نارينه وو ماغزه له ښځو څخه ژر زړېږي

د هنري فورډ د روغتيايي ټولنې د څېړنو پر اساس دوى داسې پايلې ته رسېدلي دي چې  په ټوليز ډول د سړيو ماغزه د دوى د عمر په تېرېدو سره ډېر ژر د ښځو د ماغزو په نسبت کوچني کېږي او زړېږي.

د ساينس ډيلي د انټرنېټي ويب پاڼې د راپور له مخې چې د نورولوژي په ارشيف کې يې خپره شوې وه دا خبره روښانه شوې وه چې د ماغزو وړوکى کېدل چې معمولاً يې لامل زړښت دى په سړيو کې تر ښځمنو ډېر تېز وړوکي کېږي او زړېږي ، ډاکټر سي،اډوارډکوافي چې د هنري فورډ د ارواپوهنې د څانگې رييس او ددې څېړنې مشر دى وويل: موږ وموندله چې  دعمرپه  تېرېدو د سړيو د ماغزو درې برخې د ښځودماغزو په نسبت ډېر ژر زړېږي چې هغه برخې  د تفکر ، تصميم نيونې ، او حافظې برخې دي ، نوموړى زياتوي چې د زړښت نښې د ماغزو په نورو برخو کې هم ليدل شوې خو هغه برخې د ښځو او سړيو تر منځ يو شان وې .

دڅېړونکو په دې څېړنو کې په ٣٣٠ روغ رمټو نارينه او ښځو چې عمرونه يې له ٦٦ کلنۍ اوښتي وو د ام  ار  اې د انځور اخيستلو په مرسته دې پايلې ته ورسېدل .

دوى وايي چې سړي د الزايمر او د حافظې د لاسه ورکولو په ناروغۍ تر ښځو ژر او ډېر اخته کېږي.

تبصره نسته

  1. salam my frand this is for you