کور / راپور / په بلخ كښي مېرمن كولتوري ټولنيز بهير ۹مه غونډه وكړه

په بلخ كښي مېرمن كولتوري ټولنيز بهير ۹مه غونډه وكړه

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د سلواغې په ۱۷ مه، مېرمن كولتوري ټولنيز بهير نهمه غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتركې وكړه.

غونډه د جميلې لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو د قمر نوري په كوربتوب پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې ذهرا كاكړ تر سره كولې.

د غونډې مشره مېلمنه اغلې شفيقه وه چې په لومړي ځل يې مېرمن كلتوري ټولنيز بهير- بلخ كې ونډه اخيستې وه.

د تېرې غونډې راپور د ذهره ساپۍ د نه راتګ له ونه لوستل شو.

ازاده مشاعره د راضيې له خوا د يتيم تر سرليك لاندې په لنډ نثر وشوه.

ورپسې جميلې د مذهب په اړه خپل ليكل شوى مطلب، طيبې او ذهره كاكړ شعرونه ولوستل.

د ازادې مشاعرې په پاى كې د غونډې مشرې مېلمنې اغلې شفيقې په بلخ كې د مېرمن بهير جوړېدل د دغې سيمې د نجونو د لا وړتيا تر لاسه كولو لپاره يو نېك ګام وباله او ګډونوالو سره يې هرې غونډې ته د راتګ ژمنه  وكړه.

د غونډې كوربه قمرنوري د تېر په پرتله غونډه ښه وګڼله خو زياته يې كړه چې لا هم په بلخ كې مېرمن بهير د خپل مزل په لومړيو ګامونو كې دى.

نوموړې له ګډونوالو څخه په غونډه كې په سلسله واره توګه د ګډون غوښتنه وكړه او همدا يې د مېرمن بهير د پرمختګ ستر لامل وګڼه.

د غونډې په پاى كې ذبيح الله احساس د غونډې ګډونوال، د بهير د غړو زياتوالي ته وهڅول.

له دې وروسته وياندې ذهره ساپۍ ته بلنه وركړه چې هغې نثري ټوټه ولوسته چې په كې يې د پښتنې پېغلې ژوند انځور كړى و.

زرغونې پخپل نوي ليكل شوي شعر غونډې ته لا ښكلا وركړه او  ملالۍ خپله لنډه پېژندنه د خپلې نثري بېلګې په توګه ولوسته.

ورپسې ذهره كاكړ د ((كرښه)) سرليك لاندې د ډيورنډ كرښې په اړه خپله لنډه ليكنه  ولوسته.

په پاى كې ذبيح الله احساس د كره كتنې په اړه لنډې خبرې وكړې او وړانديز يې وكړ چې په راتلونكو غونډو كې بايد د كره كتنې برخه هم پيل كړو.

د همدې وړانديز له مخې د ذهره كاكړ نثر د راتلونكي غونډې لپاره د كره كتنې برخې ته وټاكل شو.