کور / سياسي / د عربو د سیاسي نظامونو سیستم

د عربو د سیاسي نظامونو سیستم

سریزه .

د عربي دولتونو سیستم د نړیوال نظم،سیاست او متمدني نړیوالي  ټولني یوه برخه جوړه وي . د منځني ختیځ د شخړي ،وسله وال کړکېچ لامل اوحل په عربي دولتي سیستم کې نغښتي دی . دمنځني ختیځ کړکیچ له امله فلسطیني ولس له شپیتو کالو څخه را په دې خوا په  وینوکې لمبیږي او د عربو په زړه کې یو ناسور زخم چې تر ننه ورځې پورې ځینې ویني څاڅي  رامنځته کړي دی  . دغه  ناورین په اسلامی نړۍ کې د هر مسلمان او د بشري ټولني هر بشر دوسته انسان د ژړا لامل ګرځيدلې دی . اوسنې عربي دولتي سیستم چې بنسټ یې مستقل دولتونه دي ،د منځني ختیز سیمیزه تمدن له پاره پردې ګڼل کیږي . دغه سیستمونه له لودیځ څخه ورغلي سیستمونه دي .  عربي دولتي سیستم د کولونیالیزم  پروړاندي  د مبارزي په بهیرکې او د اسلامي نظم   لمنځه تللو سره سم رامنځته شول . د عربو له خواد عربي ټولني بنسټ  ایښودل  یو مستقیم غبرګون په منځني ختیز کې پر سیاسي حالاتو باندي و، او نړیوال سیاست  خپلي اغیزي د  دوهمې نړیوالې جګړې  په مهال پردغه سیمه باندي وشیندلي .

عربي ټولنه په سیمیزه ،نړیواله کچه او د ملګرو ملتو په غونډو کې کوم خاص رول نه دی لوبولی ،که  حالات همداسي  وي هېڅ  وخت به هم کوم رول  و نشي لوبوي . عربي خاوره او ولس به په لسګونو برخو وویشل شوي پاتي وي . دغې ویش سره یوځاي په منخني ختیځ کې د اسراییلو د ظلم او وحشت سرطاني مرغړې را منځته شوه . دغې حالت اسلامي بنستپاله غورځنګونه او د عرابو ناسیونالیستي   دمقاومت غورځنګونه یې راوپاره ول . اوس مهال نړیوال اسلامي  تحریک  او اسلامي بنسټپالنه د نیمه نوي   اسلام  یوه بڼه  ګرځیدلي ده . 

لومړني عربي ملي دولتونه د لومړې او دوهمي نړیوالي جګړي په منځه کې جوړ شول . عربي نظامونو سیستم په انذوا کې نه دی، عربي دولتي نظام یو جلا نړیوال سیستم د دولتونو دی . په  ملي کچه یو عربي سیمیز نظم دی . دغه سیمه په لودیځ کې دافریقا له موریتنیا څخه تر آسیایې عربي خلیجي سیمي  پوري غزیدلي ده .                       په عربي نړۍ کې د اسلام  سپڅلې د نړۍ ستر  دین او ورسره د اسلامي نړۍ کلتور ستر  تمدن مرکز  پروت دي  .

۱ .  د عربي دولتونو ډولونه

یو مدرن ملي دولت  هغه دولت دی چې یو سیاسي جوړښت ولري، د استقلالیت په پرنسیب  ولاړ وي او وګړي یې سیاسي خپلواکي ولري . ورسره ملي دولت دیو شمیر ملي بنسټونو له خوا وړل  کیږي . داسیاسي، حقوقي بنسټونه باید د ولس اراده تمسیل کړي . د یو ملت جوړښت   دیو سیاسي هراړخیز هویت له لاري رامنځته کیږي .  مستقل ملي دولت د اروپایي دولتي سیستم یو ډول دی .

په اروپا کې ملي دولتونه دعربو دولتونو په پرتله په بل ډول رامنځته شول،لومړې ملت رامنځته شو بیا یو ملي دولت رامنځته شو. د عربو ګروپي یا قبایلي دولتونوسیستم دی ، به له  دې چې هر عربي دولت یوملت وي . په بل عبارت نشته  د عراقي، سوریایي، اردوني،کویټي ملت په نامه کوم ملت، دا مفکوره یو جوړښت دی نه یو واقعي خواست . د دغي مفکوري ریښي  نولسمي پړي ته ورننوځې . مخکې له دې چې عثماني امپراتوري لمنځه ولاړه شي . د لومړي نړیوالي جګړې په پای کې دغه مفکوره سیاسي شوه .

  د عربو اوسنې لومړني  ټپیکل حکومتي فورم اسلامي دودیزه بادشاهي ده. لومړی ډول حکومت لکه د مراکش او سعودي عربستان بادشاهي . وهابي سعودي عرب یوه دودیزه بادشاهي ده نه یو بنسټپاله دولت . دسعودي بادشاه په خپلو ویناو اوا مرو کې د ولسواکې نوم اخیستلوڅخه ډده کوي .  اوامرو  په داسي جمله باندي پیل کیږي . د خدای په مرسته په لاندي ډول امر کوو . دسعودي شورا شپیته غړي لري په شورا کې شهزاده ګان نشته .سعودي عرب یو شتمن د پطرولو ډالر  هیواد دی . نوموړي هیواد د نړۍ ستر او سپڅلې دین اسلام  دوه خورا مهم ښارونه مکه او مدینه په ځان کې لري ، او د اسلام مبین  دین کلتوري ،سیاسي  دښته ده . 

د خلیج په پنځه نورو شیخانو دولتو کې بادشاهي په میراثي ډول ده، نه اسلامي خلاقت . د یو قومي جوړښت پر بنسټ شیخانودولتونو ته یو ډول مشروعیت ورکړشوي دی . په مراکش کې د سعودي عرب په پرتله هلته سیاسي ګوندونو ته اجازه ورکړل شوي ده . په اردون کې بادشاهي بل ډول لري، هلته بادشاه د محمد «  ص » د قریش له سلسلي څخه دی او له همدي لاري خپل واک ته مشرویت ورکوي ،واکمن یې سیکولر دی .

دوهم ډول حکومتي فورم په عربي نظام کې یو ګوڼدیزه سیستم دی،په مذهب نه ولاړ یو ګوڼدیزه سیستم چې د ملکې ګوڼدونو له خوا لکه په ټونس کې او یا له یو شمیر  ملکې ګونډونو کودتایې پوځي افسرانو له خوا جوړ شوي اتحاد دی ،لکه په سوریه  کې د حافظ الا سد او  په عراق کې د صدام حسین مهال . دغه دولتونه یا رژیمونه  له پوځي دیکتاتورانو یا زورواکانو له خوا اداره کیدل .

دریم ډول  حکومتي فورم  پوځي رژیمونه د یو کرسماتیک یا مخور مشر له خوا اداره کیږي . دوی د واک تر لاسته لاوړلو ورسته خپل اورګانیزیشن او دیووالي ګوڼد جوړکړو، لکه په  مصر کې د جمال عبدالناصر اداره او د فرانسي کولونیال ځواک پروړاندي د الجزیر اسلامي ژغورنې جبهه یا  دولتي ګوڼد  په الجزایر کې .      بل ډول دولتي پوځي رژیمونو دي چې به له کوم ګوڼد څخه هم په واک کې پاتي شوي دي ، لکه په لیبیا کې د معمرالقزافي تر مشري لاندي هیواد .

څلورم  او ورستي ډول دولت په عربي نظامونو کې ولسواکه ګڼ ګوڼدیزه سیستم دی چې دوی پارلماني حکومتي سیستم ومني  په ټولو عربي هیوادو کې نشته . که څه هم په مصر او اردون کې  یوه اندازه محدوده  ولسواکې شته . مصر له ۱۹۲۳ تر ۱۹۵۳ کالو پوري د یوې زړې عربي حکومتي فورم  تجریه لرله .

په عربي دولتونو کې ګڼ ګوڼدیزه  دولتي سیستم په لبنان کې له ۱۹۷۵ تر  ۱۹۹۰ کالو پوري د کورني جګړو څخه مخکې لیدل کیدو. له همدی مهاله لبنان نوره پارلماني ولسواکې  نه لري . ولسي جرګه یا پارلمان لرل په دې مانا نه ده چې ولسواکې لرو. ظاهرآ   په  ډیر شمیر عربي هیوادونه  کې ولسي جرګي شته . اکثرآ پارلمان یا ولسي جرګه د حکومتي دستګاه  او څارګري ادارو اوږد شوي لا س دی . د ولسواکې سیستم سره داسي  ولسي جرګي هېڅ تړو نه لري . دبیلګي په ډول د حافظ الاسد مړینه سره سم  د سوریې ولسي جرګي په اساسی قانون کې سمدستي بدلون راوست . د سوریې ولس مشر عمر  د څلویشتو کالو څخه څلوردیرشو کالو ته راتیټ کړو، د عمر بدلون د بشار الاسد عمرسره برابر و او دې ته یې د ولس مشري لاریه هواره کړه .  که نن په عربي هیوادو کې ولسواکه  ټولټاکني تر سره شي یو حکومت به بیا په واک کې پاتي نه شي .

۲ . عربي ټولنه

عربي ټولنه د عربو او د یوعربي ملت د یوالي سمبول دی ، دوی له دغي لاري  خپل پخواني یوالي بیا راژوندي کول غواړي  .   په ۱۹۴۵ کال د مارچ   په ۲۲ نیټه  کې جمعیت  دووالوالعربيه ، د عرب لیګ یا د عربي  ټولنه   سازمان په قاهره کې بنسټ کیښودل شو او د ملګروملتو  په غونډه کې رسمآ پرانیستل شو. دعربي  ټولني ووه اصلي  او لومړني غړي هیوادنه په لاندي ډول و . مصر،عراق،یمن،لبنان ،سعودي عرب ،سوریه او اردون .  دغي هیوادو د یوعربي  دولت  سیستم بنسټ کیښود. اوس مهال عربي تولنه دوویشت  غړي لري . په نړې کې  تر ټولو زوړ  د دولتونو څخه پاس  دوهم سیمیز ارګانیزشن بلل کیږي  . لومړنۍ  ارګانیزشن د امریکي متحده ایالاتو  سازمان چې په ۱۹۳۹ کال د اپریل په دیرشمه نیټه په بوګوټه  کې رامنځته شو. 

عربي ټولنه په نړیواله کچه یو سیمیز تړون دی . د نړیوالي سولي ساتني او امنیت لپاره ډیراهمیت لري . د ملګرو ملتو د سولي اجندا بنسټ جوړوي . عرب روڼ اندو  د عربي ټولني بنسټ ایښودونکي لاره عربي ناسونالیزم  او عربي رنسانس ته خلاصه کړه . د ټولو عربو ترمنځه یې د یوالي احساس راژوندي او یو خپلواک  عربي غورځنګ د یوالي لپاره رامنځه ته کړو . د عربو دغه هیله هغه مهال تر سره نه شوه کله چې عربي خاوره د سیکو + پیکو تړون  له مخي د فرانسوي او انګریزي کولونیال ځواک تر منځه وویشل شوه .

په ۱۹۷۹ کال کې د کمدیویټ خبرواترو څخه ورسته مصر د اسراییلو سره د سولي تړون لاسلیک کړ . عربي دولتونو مصر سره خپلي  اړیکي  بندي کړي اود عربي ټولني مرکز له قاهري څخه تونس ته ولیږدول شو.              په ۱۹۹۴ کال د عربي ټولني دفتر بیا قاهرې ته د مصر ولسمشر  حسني  مبارک په غوښتنه یووړل شو . عربي ټولني ته بله ضربه  په ۱۹۹۰ کال کې  دعراق یرغل پر  کویټ  وو. په لومړي ځل یو عرب هیواد په بل عربي هیواد باندي یرغل وکړو.

په ۲۰۰۱ کال کې مصرې دیپلومات ښاغلې امر موسی د عربي ټولني مشر وټاکل شو.

په   ۲۰۰۶ کال د مارچ په میاشت کې دسوډان ښار خرطوم  کې د عربي ټولني سرمشریزه غونډه راوغښتل شوه . نیمایې عرب مشرانو په کې ګډون ونه کړو او په غونډه کې  پر  ډیرو کرکېچونو باندي خبري هم ونشوي .    

په ۲۰۰۳  کال کې عربي ټولني ته د ریفورم او وړاندیزونو کال وو. دځینو هیوادو ځیني وړاندیزونه په لاندي ډول وو .

د مصر وړاندیز ، د عربو  یوه ستره محکمه د غړو هیوادو د کړکیچونو د حل لپاره جوړه شي او یو عربي پارلمان د ټولو مدني او سیاسي نهادونو څخه جوړ شي ،د یوعربي سیمیز امنیتي سیستم رامنڅته کول .

دیمن او لیبیا وړاندیزونه ،عربي ټولنه باید منحل شي او دیو عربي اتحاد د اروپایې اتحاد یا ټولني په څیر رامنځته کیدو غوښتنه وکړه . د عربو قومي مشران دې د یوکال لپاره په دوريي ډول وټاکل شي چې داتحا د سر مشر یزې ډنده په غاړه ولري .

د سعودي عرب وړاندیز ، د غړو هیواد او ولسونو  ترمنخه باید ازاده سوداګري سیمه جوړه شي .

مصر او سعودي عرب دوه متضاد ډوله حکومتونه  په عربي نظام کې  پیژندل شوي دي . مصر په اقتصادي، ټولنیز او د معدني زیرمو له کبله ورسته پاتي  هیواد دی، سربیره پر دې مصر دعربي دولتونوسیستم مرکز دی .

مصر په سیمه کې  په خپلو څو ځنګړتیاو یو سیمیزه ځواک دی . د ځواک فکتورنه یې، یو ځواکمند وسله وال پوځ ، د مصري وګړوشمیر او یو ځنګړي دیپلوماتیک قابلیت او د نور عربي هیوادو په پرتله یو ښه مسلکي بهرني سیاست لري .

اسلام په خپل مذهبي دوکټرین کې بادشاهي د واکمني فورم په ډول نه پیږني . دودیزه سني اسلام  د واکمني فورم خلافت دی . خلیفه یو مذهبي مشر دی نه یو بادشاه. په تاریخ کې بیا خلافت د پادشاهي  په څیر منلي  شوي ده  . اوسني اسلامي بنسټپال په هېڅ ډول اسلامي خلافت نه غواړي ، دوی اسلامي پوهه په تبلغي ډول راګرځوي او اسلام  د خپل اپوزیشني غورځنګ لپاره په یوه آله بدله وي . دوی اسلامي نظام د ملي دولت پرځاي وړاندي کوي . له همدي سره په اسلام کې دري ډوله د واکمني فورم سیستمونه شته دي لکه خلافت ، بادشاهي او اسلامي نظام . اسلامي جمهوریت یو نوي ډول اسلامي سیستم دي . اسلام په خپل تاریخ کې دري خورا مهمی نړیوالي امپراتوري پیژني اموي ، اعباسي او عثماني امپراتوري . 

 په ۱۹۲۴ کال کې کله چې عثماني سلظنت، خلافت ړنګ شو بیا تر اوسه کوم اسلامي  واکمن ځان خلیفه نه دی اعلان کړي .

د اسلام   مبارک دین څخه پرته هېڅ یو حکومتي سیستم په عربي نړۍ کې نه دی راڅرګند شوي . که څه هم په ډیرو عربي هیوادو کې په ظاهر کې د مذهب او سیاست ترمنځه واټن شته، خو لا تراوسه په مذهب نه ولاړ   کوم ریښتني  سیستم بهیر نه  دی راڅرګند شوي . په لیبیا کې انقلابي مشرعیت لرونکې پوځي دیکتاتوري یا زورواکه  رژیم   په اسلام ولاړه دی .  

په ځیني اسلامي هیوادو کې واکمن د امیرالمومنین په نامه حکومت کړي، دوی دغه حق یا صلایت له قران کریم او سنت څخه اخلي  . اسلامي علما امیر ته په تاریخي او دودیزه ډول مشروعت ورکوي .

یو مصرې دیني عالم مصطفی ابو ضیادفهیم شورا داسي بیانوي ، شورا په څرګنده ټوګه ، په مخصوص ډول یو ژوندي ډول د اسلامي حکومتی فورم یوه دموکراسي ده . هغه په دې  باور دی چې اسلام په لومړي  ځل  په دولتي نظام  کې  ولسواکې د ځمکي پر مخ راوسته .

د سیاسي اسلام ټول غړي  په دې  قانع دي چې اسلام ولسواکې  راوسته، ورسره شورا د ولسواکې یو اصلي عنصر په څیر په کې ځاي  کړل شوه . د اسلام دغه نوښت د بشریت په تاریخ کې بي سارې دی .

دعربي ټولني غړي هیوادو ترمنځه لوی لوی توپیرونه شته دبیلګي په توګه  په خلیج کې د شتمنو تیلو دولتونو لکه کویټ،قطر،عربي امارات ،بهرین او مخ پر وده خوارځواکه هیوادونه لکه جیبوټي،سومالیا اوسوډان دي.

۳ . پان عربیزم او عربي نشنلیزم

د پان عربي ناسیونالیزم  ایدیالوجي مفکوره مخکي له دې اوسني  عربي نظامونو سیستم څخه وده کړي ده .

دعربي ټولني  ټګلاره  په خپله ایدیالوجې کې پر پان عربیزم  باندي ولاړه ده . پان عربیزم د عربي دولتونو لپاره یو موعقتي جوړښت دی . په بل عبارت دوی اوس  په یو مخکنې پړو د یو مستقل پان عربیزم دولت  یا  د یو پان عربیزم د عربو یوالي په مرحله کې قرار لري  . د یهودو سهیونستي رژیم رامنځته کیدو سره  سم له یوې خوا پان عربي ناسیونالیزم  له بلي خوا اسلامي بنسټپالو د پان اسلامیزم غورڅنګونه رامنځته  کړل . د عربو او اسراییلو په لومړي جګړه کې  دغه غورځنګونه په  لوی ولسي ځواک بدل شول .

په ۱۹۴۳ کال کې د عراق لومړې  وزیر  نوري السعید د عربو د یوالي لپاره یو ستر پلان طرحه کړو.  د پلان څو ټکي په لاندي ډول و . سوریه ،اردون،فلسطین،لبنان  باید په یو لوی  سوریایې دولت کې اتحاد وکړي . عربي ټولنه د لویې سوریه او عراق څخه جوړه  او نورو  عرب هیوادوته د ګدوڼ  لاره خلاصه ده . چې ورسره یهودو او نورو لږکیو ته په پلان کې لږ خپلواکی ومنلي شوي وه . 

دعربي ټولني  کړنلاره لیکي  دغوموخو ته باید کار و شي  . د غړو هیوادو ترمنځه د مالوماتو تبادله چې په  راتلونکې  کې دعربو پر دولت باندي مثبته اغزه  ولري، چانسونه وڅیړل شي کوم چې دغه ټولنه یې لاسته راوړي شي . له همدي سره باید یو مرکز جوړ شي چې  په کې عربي دولتونه کوم چې  مورني ژبه یې  عربۍ وي  ، لیک ، لوست او کلتوري نږديوالي لري  سره وتړل شي . ورسره یو سیاسي اورګانیزشن  جوړ شي او په کې نږدي د ټولو عربو هیله ،موخه   دیو واحد اتحاد او یوعربي ملت رامنځته کیدل وڅیړل  شي . که څه هم د عربي ټولني د جوړیدو په همغه لومړي سر کې لږ اخلاف رامنځته شو. ځني  عربي هیوادونه چې نوي خپلواکې  ترلاسه کړي وه د خپلي خپلواکې حق  یا رښته  څخه بیا نه لاس په سر کیدل .

اوسني عربي دولتونه د همدی  عربي ټولني تړون پر بنسټ د تل لپاره  هيڅ حق د موجویت نه لري . په همدي وجه  دوی په سیمیزه دولتونو،نه په دووله قوميه یا ملي دولتونو په نامه یادیږي . د د غو دولتونو کمزور تیا له یوي خوا په نړیوالوقوانینو منل شوي ملي دولتونه د عربي دولتونو سیستم دی چې سیاسي نهادونه او بنسټیز یووالي  یې د ننه څخه د کمزوري  کړي دی . له بله خوا له بهرڅخه اروپایې ، امریکایې امپریالستي  استعماري ځواکونو د فشار او د کمزوري دولتي مشروعیت  سره تړو لري . ښکیلاګر هیوادونه نه پریړدي چې د تور زر   یا دتیلو وسله  دیو هیواد په لاس کې وي او د ملګرملتو  د امنیت په شورا کې  یواسلامي هیواد ته  د ځاي ورکولو مخه ونیسي .  دا حالت  مخکې له  اوسنې کړکیچ څخه  هم موجود و. په همدي بهیر کې عربي ملي دولتونه د بنسټپالو له خوا د حل مستورات یا صادر شوي حل په  وجه له منځه وړل کیږي .  که نن  عربي ټولنه  یوه  سمبولیک بڼه لري د دوی دسبا ورځي اتحاد ډیر لري نه دی .

په ۱۹۵۸ کال کې مصر او سوریه د ناصر تر مشري لاندي د پان عربیزم  په نامه سره متحدشول او  متحد عربي جمهوریت یې اعلان کړو. په سوریه کې  د پوځي کودتا څخه ورسته  ناصر دغه  اتحاد ړنګ کړو.

په ۱۹۵۲ کال کې د مصر بادشاهي لمنځه ولاړه او دناصر راتګ سره پر خلکو ګران پان عربیزم د عربي نظام یوه نوي مرحله رامنځته شوه چې لوړي څوکي  یې د عربو اسراییلو په څلور جګړو کې  محسوسه  شوي .  په  ۱۹۶۷ کال  کې عربي هیوادو په شپږ ورځینۍ جګړه کې د اسراییلو پوځ څخه سخته ماتې وخوړه .

نن ټول دعربي نظام  رژیمونه په  خوله کې پر پان عربیزم باندي  ولاړ دي .

په ۱۹۶۳ کال کې   یو د پان عربیزم د مفکوري  پلار ساتي الحوصري لیکي ، مذهب د خداي او بنده ترمنځه اړکې دي ، په داسی حال کې چې پلارنې هیواد ټولو پوري اړه لري . 

په ۱۹۶۴ کال کې عبدالرحمن البازض   د عربو د پان عربیزم پلار چې د صدام حسین له  خوا عدام شو لیکي ، ریښتیني ناسیونالیزم  او د اسلام  بنسټ باید سړی بیل بیل ونه ګوري او دغه  دوه د یوبل سره مخالف  کیداي نه شي، برخلاف  دوی  څنګ په  څنګ یو له بل سره نیغ په نیع سریع قدم اخلي .

په  ۱۹۲۵ کال کې  مصري عالم علی عبدالرزق  د محکمی قاضي د الازهر په پوهنتون کې د اسلامي شریت استاد په خپل علمی اثر په نامه ( اسلام او د حکامو اصول ) کتاب  کې پر ټولو بر ځواب  لیکلي دی، هغه هڅه کړي او لیکې  چې اسلام یو خلص مذهبي فکري سیستم دی او اسلام  په متواتر ډول په ډیر ناوړه ټوګه د سیاسي موخو لپاره استعمالیږي . د کتاب له چاپ سره د اسلامیستانو او په مذهب نه ولاړ تر منځه کړکیچ را پیداشو. چې ورسره سیاسی اسلام لږ په شا کیږي او لاره  په مذهب نه ولاړو ته خلاصه شوه . له همدي سره  ساتي الحوصري د عربی ناسونالیزم  روحی بل پلار په مذهب نه ولاړ پان عربیزم بنسټ کېښود. هغه ویل چې هر ملت دیوې کلتوري ټولني له خوا تړلي شوي دی . د ا ټولنه نه یواځي  دیو مذهب  بلکي د یو ګډي  ژبي لخوا یو ځاي ساتل کیږي . په ۱۹۱۳ کال  کې عرب مسلمانانو او عرب  عیسويانو   په یوه عربي ملي کانګرس کې د یو عربي ملت برخلیک په اړه په پاریس کې غونډه وکړه .

عربي ناسیونالیزم هڅه کوی وښیي اسلامي خپلوي غیرسیاسي کړي او ورسره وښيي چې دا یواځني مذهبي کلتوري هویت  دي . له همدي سره غواړي وښیي چې عرب عیسویان او عرب مسلمانان د یوي ګډي ژبي او ګډ تاریخ سره ټړلي دي او دوی یوځاي  په مذهب نه ولاړ ملت جوړه وي . نور ملتونه ولسونه لکه ترکان، ایرانیان ، افغانان  دوی یواځي له عربو سره ګد اسلامي مذهبي  یوالي لري د پان عربیزم له خوا ورته د بهرنیانو په سترګه کټل کیږي . دوی وایې د ا ولسونه د عربي نړۍ سره کوم تړو نه لري . دعربي  نظام  سیستم یواځي پر عربي دولتونو باندي نه په اسلامي نړۍ باندي تعریف کیږي .

دعربي نظام سیستم پر وړاندي ستر  ګواښ  د سیاسي اسلام دریدل دي . ځکه په دغه سیستم کې  اسلام د یو سیاسي ایدیالوجې  په ډول لږ ارزښت لري . په اسلامي  بنسټپالوکې   د اسلام بیا سیاسي کولو معنا لري . اوس مهال بنسټپالنه د نیمه نوي   اسلام  یوه بڼه ګرڅیدلي ده  .

دوی هڅه کوي اسلامي سمبولو نه او تبلغ په سیاست کې ورننه باسي . دوي اسلام  مسلمانانو ته نه دیو مذهب په څیر بلکي د یوي مینه ناکې  په لاس کې لرلي ایدیالوجکي آلی  په څیر ور پیژني کوي . 

په ۱۹۸۰ کال  د جون میاشت په دیارلسمه ګڼه  کې د بیروت په یوي معتبري مجله  کې د الفقیر العربیه المصور په نامه ،، عربان ، اسلام او د ایراني انقلاب تر سر لیک لاندي داسي لیکي. عرب دا نه شي محسوسولې، چې ایراني انقلاب  د خپل سیاسي ، تمدوني کړو وړو او مخوو لپاره یو موډل ومني . سره له دي چې  تر یوې  کچې او اندازي پوري ور ته خوښي او سمپاتي ښیي . اسلام  په اصل کې عربي دی . ځني له وایې چې اسلام عربي څیره  او عربې روح لري . په دغه  واقیت باندي عرب په ډاډه  هم پوهیږي چې نه عرب ولسونه ،هغه ولسونه   چې دوی  اسلام منلي دي ، قادر به نه شي  په هغه اندازه  اسلام تفسیر کړي ا و پوهیږي  او یا  دوی د عرابو څخه  په بهتره  بڼه وپوهیږي . یواځي عرب کولي شي هغه ( اسلام ) په   سمه توګه  تفسیر او ولمنځي .

په ۱۹۷۷ کال کې یو عرب پوه میکل هودسون ټول عربي سیاسي  سیستمونه یې مطالعه او څیړل کړل ، دې   لیکي . عربي نړۍ ډیره ګرانه ده چې اداره شي،لاملونه  یې  په عربي ټولنه  کې دګړنديو  ټولنیز بدلوننو کې نغښتي دي چې سیاسي نظام سیستم ورسره قدم نه شي اخیستي .

۴  . لنډیز .

اسلام دلودیز صنعتي انقلاب  کلتور نه مخکې په اوومه پیړی کې یو ستر ځلانده کلتور او تمدن و . پوښتنه دا ده چې موږ څنګه دا اوسني نوي پوهنه اسلامي کولاي شو ؟ . اسلام په خپله یو مذهب او حکومت دي په صنعتي کولو کې چې د مدرنیزم یا نوي توب یو مهم اړخ دی هېڅ ستونزه نشته . په اسلامي نړۍ کې دننه دغه اختلافونه او ټوپیرونه چې وینو د ځینو ښکلاکګروځواکونو لاسوهنې او زموږ د ناپوه سیاسي مشرانو له امله  دي .

افغان سید جمالدین  لیکې اسلام یو قوت دی ،د لودیز نه په دفاع کې او مسلمانانو ته قوت بښونکې دی ، د ریفورمونو بدلونو او سمون په صورت کې چې د اسلام تر اصولو لاندي وي او اسلام ته په چوپړ کې وي   ، مسلمانان بایدحرکت وکړي .  دی په بل ځاي کې بیا  لیکي  د مسلمانانو کمزوري او ناپوهي په دې نوي وخت کې د دوی د پوهنې په کمښت پورې اړه لري .

دا باید ومنو چې زموږ ډیر پوه  خلک د خپل ورځني سیاسي  مطلب په  افاده او بیانولو کې ستونزې لري او هم د بل په خبره او مطلب باندي پوهیدل ورته ډیر ګران دي او له دې امله څومره نه بښوونکې تیروتني او جګړې تري رامنځته کیږي .  داسلام لمن له عقل نه وتلې ستره ده .  د خدای « ج  » او پیغمبر « ص » د قران کریم  آسماني  قانون چې زموږ له عقل او منطق څخه وتلي دي، څنګه موږ په پوهه او  خبري اترو باندي په مناسب ډول  وژباړو، تعبیراو تفسیر  کړو ؟ . ورسره یو بل ته د متقابل درنښت ، خپل ټولنیز امنیت ،سولیز ژوند او دهیواد ملي ګټي په پام کې نیولو سره جرګه شو اوپه سولیزه توګه عمل وکړو . 

په لودیز او صنعتي ولسونو کې په ډیر تکبر او پیغور ویل کیږي چې اسلامي تمدن په تولیدو دی . ځکه چې اسلامي نړۍ حرکات او غورځنګونه د پوهو خلکو په لاس کې نه دي او دنوې نړۍ سره هم غاړې کیدای نشي . اسلامي هیوادنه یو په بل پسې لودیز مادرن تمدن ته ورماتیږي او د لودیز   خپل بشپړ بري ویني .

افغانستان یو اسلامي نه عربي هیواد دي . د افغانستان دین داسلام سپڅلې  دین دی ، افغانان په غوڅ  اکثریت سره مسلمانان دي او  یو ژور دودیزه  اسلامي احساس لري  . په افغانستان کې هېڅ قانون نشي نافذیدلی چې د اسلام د سپیڅلې دین  او زموږ افغاني دودیزه  تولني د حقوقو، نورمونو، ارزښتونو مخالف وي .  په همدي وجه موږ له عربي هیوادونو سره عقیدوي تینګي اړیکې لرو . د ټولنپوهې له  اړخه  عقیده د کلتوري ارزښتونو په رامنځ ته کولو کې یو اساسي عنصر دی .  په همدي بنسټ  د کلتوري  پلوه افغانستان له عربي نړۍ سره نږدې  اړیکي لرل غواړي .                                                                                                                                                                                                                                              نن هر دیرش کلن افغان د دې شاهد دي چې افغانستان درې ناکامه ایدیالوجکې  تجربي  لري د لودیز د ولسواکې لسیزه، د کمونیستي او بنستپاله اسلامي ایدیالوژجي . دغو نه سنجول شویو له بهر څخه وارد شویو ایدیالوجيو   افغانان د پرله پسي ناورینونو سره مخامخ کړي دي . موږ باید له خپل تاریخه او دنړۍ تاریخه زده کړه وکړو او تاریخي ترخي تجربي بیا تکرار نه کړو . زموږ اوسني   د دولتي حقوقو  پوهان، حکومتي سیاست پوهان ،قانون پوهان، جوړونکو اوسیاسي ګوندونو د ناکامو تجربو تکرار ول څخه په کلکه ډده وکړي . د افغانستان راتلونکی اسلامي نظام جوړونکي باید خورا ډیر  ژور  پام وکړي  اوله ډیر احتیاط  څخه باید کارواخیستل شي . موږ نوره اجازه نه لرو افغانستان یواځي پراحساساتو  د پردیو ایدیالوجي لپاره یو نړیوال سیاسي لابراتوار وګرځو.  لوی افغانستان په خپل لرغوني تاریخ  کې او د اساسي قانون په تاریخ کې د یو ځواکمند  مرکزي دولتي نظام تجربه لري  .بل هر ډول نظام له  مرکزي ،ولسواکه، حقوقي دولت څخه  پرته د ناکامې سره مخامخ دی .

اسلام کوم خاص قوم یا توکم ته نه دی نازل شوي اسلام ټول بشریت ته نازل شوي دی . اسلام په  خپل ذات کې کوم عیب نه لري . کوم  عیب که شته هغه زموږ په مسلماني کې او له اسلام څخه زموږ کمه پوهه ده . اسلام یو  الهي قانون  دی  .اسلام د منځلاريتوب او د عدالت دین او نظام دی  او  هېڅ ډول افراط او تفریط نه مني .

اسلامي علما او مسلمانان  په دې امر باندي  اعتقاد او باور  لري چې اسلام او سیاست سره  نه بیلدنونکې دي   او ټینګې اړیکې سره لري . دین او حکومت سر نه بیلودونکې دي  . دین د ژوندانه په ټولو چارو کې سهیم دی  . اسلامی سیاست پر اسمانې قوانینو او د رسول الله   « ص  »  په سنت باندي ولاړ دی . اسلام د مسلمان لپاره  د  سالم ژوندانه  لارښونه کوي .

پو ښتنه دا ده چې ولي تر اوسه د اسلامي پوهانو، علماو او سیاست پوهانو  له خوا  یو نړیوال اسلامي نظام یا یواسلامي  ولس واکه دقانون اسلامي دولت د اسلامي شریعت،د انسان او مسلمان حقوقو، ارزښتونو او قوانینو په  ړنا کې په نړیواله کچه  نه دی طرحه  شوي؟ لکه په لودیځ کې د عیسویت تر اغیزي لاندي یو منلي شوي  ولسواکه دولتي سیستم چې په ټولو هیوادو کې چالښت لري .

نن په اسلامي نړۍ کې هر یو  اسلامي ګونداو تنظیم خپل  اسلامي تعبیر، لرلید او تصور  د یو اسلامي نظام یا دولت څخه لري او بله اسلامي ډلي د هغه اسلامي نظام مخالفت  کوي . په همدي  اسلامي نظام باندي د مسلمانانو ترمنځه ډیري جګړي په اسلامي نړۍ کې پیښي شوي دي .

په عربي  نظامونو سیستم کې د لودیز ولسواکې ناکامیدل ، زموږ د سوچونو او فکرونو مرکزي هسته جوړوي . د عربو او اسلامي نړۍ ټول اسلامي علما، سیاست پوهان ، د دولتي حقوقو تیوریو پوهان د یو لوی نړبوال اسلامي کنفرانس سازمان په چوکاټ کې باید سره راټول شي او داسلامي نړۍ لپاره یو نړیوال اسلامي موډل حکومت  یا اسلامي نظام سیستم چې د نني نړیوال سیستم ، نړیوالتوب سره او د سلام سپیڅلي دین سره په ټکرکې نه وي او غوڅ اسلامي نړۍ ولسونو او علماو ته او د نړیوال قونینو ، معیارنو ، ارزښتونو سره متابقت ولري دمنلو وړ وی طرحه او اسلامي نړۍ ته  دې وړاندي کړي . شک نه شته چې عربي علماو او پوهانو له  پنځوسو کالو څخه  د یو عربي دولت په جوړ ولو او څیړلو باندي  کار پیل کړي دی .

عرب ولس که  په خپل ستر تیر تاریخ  باندي ویاړ کول غواړي اوس دي خپل حال وګوري او  بایدچې خپل  راتلونکي  او خپلواک ژوند ته نوي پلانونه طرحه کړي . لویدیځ او امریکا به هڅه وکړي چې د  لویدیزي ولسواکې ارزښتونه او معیارونه په یو ډول نه یو ډول پر عربي هیوادو وتپي او یا ومني . اسلامي هیوادونه دغو ارزښتونو  منلو ته چمتو نه دي . مسلمانان نشي کولاي چې د لودیز لاره خپله کړي،  د لویدیز دموکراسي ارزښتونونه د عربي اسلامي هیوادو ارزښتونو ته ځواب نه شي ورکولي . 

نن د لوی منځني ختیځ اصلاحاتو او د سولي طرحه اجرا او د یو لوی عربي هیواد جوړیدو چانسونه ډیر شوي دي . د تولو څخه مخکې باید په عربي رژیمونو کې بنسټیزه بدلون راشي . د عربو  سیاسي فکري مشرتوب باید نوي ځوان نسل ته وسپارل شي . په سوریه کې حافظ الاسد په اردون کې ملک حسین ، په مراکش کې ملک حسن ، په عراق کی صدام حسین ، په فلسطین کې عرفات او په ځینو خلیج هیوادو کې د مشرتابه بدلون راغلي دی . عرب مشرانو ته په خپلو هیوادو کې د زبرځواکو او امپریالستي هیوادو له خوا تل سیاست او اقتصاد له بهره څخه دیکتي یا ټاکل شوي دی . امریکا په اسلامي هیوادو نو کې د مستبدو حکمرانانو له ملاتړ څخه لاسونه سر کیږي .

دعرب ولسونو غږ  چا نه دی اوریدلې . امریکا اولودیز په دې پوهیدلې چې دخپلو تیروتنو په ترڅ کې یې ټوله اسلامي  نړۍ له ځانه خوا بدې کړي ده . د اردون ، مصر، سعودي عرب پر حکومتونو او مشرانو  باندي وسله وال بریدونه شوي دي .

له ۲۰۰۳ کال څخه را په  دیخوا په سیمه کې دولتي ضد،مذهبي ،سیاسي، ترهګریزه تاوتریخوالې زور مندلي دی .  په عربي نړۍ کې د ډلیزو رسنیو له خوا پر عربي  سر مشریزه باندی کوتنیونه شمیره ځښته ډیره شوي، په اسلامي نړۍ کې دعرابو له مشرانو څخه سخته کرکه کیږي . ګوتنیوونکي دعربي نړي په  ډلیزو رسنیو کې لکه تلویزیون ، رادیو ، انترنیت ، اخبارونو او فلمونو دا په اثبات رسوي چې عربي مشران د عرابو  یوالي، سیاسي،اقتصادي ، ټولیزو کړکیچونو ته هېچ کوم حل نشي رایستلي، د فلسطینیانو د حقوقو څخه په سمه توګه  دفاع  نه کیږي . د عربي ملت د یوالي مفکوره به هېڅ وخت په حقیقت بدله نه شي او  یواځي د کاغذ پر مخ به لیکلي پاتي وي . د عربي نړۍ پای به رانیږ دي شي که په دوی کې سیاسي، ټولنیزه بدلونونه  اوسمون رانشي .

الله په خپله ښه پوهیږي .