کور / تازه خبرونه / د كورنيو چارو وزير روزګان ته ولاړئ

د كورنيو چارو وزير روزګان ته ولاړئ


د افغانستان د كورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر پرون د روزګان ولايت ته ولاړئ.
ښاغلى اتمر وايي له دې سفر څخه يې موخه د روزګان ولايت د امنيتي چارو څېړنه او له نيژدې څخه جاج اخيستل وو.
نوموړي وويل د خپل سفر له اهدافو څخه يې د دغه ولايت د پوليسو په كمپاين كي د تېري اونۍ د ځانمرګي بريد څېړل هم دي، چي ۲۵ پوليس يې وژلي وو.
تېره اونۍ يوه ځانمرګي بريد كوونكي د روزګان ولايت د پوليسو په روزنځي كي ځان وچاودئ، چي تر دېرشو ډېرو پوځيانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
حنيف اتمر د په مجموع كي د روزګان ولايت امنيتي حالت ښه وباله، خو په ځينو سيمو كي يې د ستونزو سته والى هم تايېد كړ.