کور / تازه خبرونه / د لغمان ولايت د اطلاعاتو کلتور نوی ريس وټاکل سو

د لغمان ولايت د اطلاعاتو کلتور نوی ريس وټاکل سو

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او ولسمشر کرزي په منظورئ ځوان ليکوال او د ختيځ خپرونۍ مشر الحاج عبدالوکيل اټک د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست مشر وټاکل شو٠


ښاغلی اټک د نوموړي ولايت د مرستيال او يو شمېر اداري چارواکو له خوا د  لغمان ولايت د فرهنګ رياست کارکوونکو ته وروپېژندل شو٠ نوموړي پخوا تر دې د ختيځ زون د ټاکنو د دفتر مشري کوله او بيا يو څه وخت په نورستان کې چارواکی و٠