کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستانيان د لراوبر افغانانو تر منځ ستونزي پيدا کوي

پاکستانيان د لراوبر افغانانو تر منځ ستونزي پيدا کوي

د خيبر دره خو  لار د تلو  را تلو ده


په کابل او پېښور کي افغان يو دی  خوشال خان خټک


ډيرئ هغه افغانان چي په لوی افغانستان کي دننه د خپلو ځايونو څخه بې ځايه سوي دي د ژوند له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دی ، که چيري د ډيورنډ بدمرغه کرښه په کال 1993 کي تر سل کلن نه زغمونکي ځنډ وروسته له منځه وړل سوې وای اوس به افغانانو په سهيلي پښتونخوا کي په دې اندازه ستونزي نه لرلای .


په سهيلي پښتونخوا کې دډيورنډ له ها خوا  را اوښتي مېشت افغان کډوال نه شي کولاى په هغه بيه اوړه ترلاسه کړي، په کومه بيه چې يې په سيمه کې مېشت ځايي اوسيدونکي تر لاسه کوي.


په پاکستان کي کې د بيړني حالت له اعلانېدو مخکې په ياد شوي ايالت کې د سلوکيلو ګرامه اوړو بيه ١٢٥٠ پاکستانۍ کالدارې وې، خو دا مهال دوه زره دوه سوه پاکستانۍ کالدارو ته لوړه شوې ده.


سهيلي پښتونخوا ته د ډيورنډ بدمرغه کرښې له دې خوا ورغلي افغان کډوال ادعا کوي چې له  دوی څخه  د ځايي اوسيدونکو افغانانو په پرتله د سلوکيلو ګرامه اوړو په اخيستو کې څه دپاسه اته سوه کالدارې  زياتې اخيستل کېږي .


دغه کډوال وايي چې اته سوه  کلدارې  ددوی د پنځه ورځو مزدوري جوړېږي دوى څنګه کولى شي چې دومره قيمته اوړه واخلي .


د سهيلي پښتونخوا د زېړکارېز پنډغالي يوتن افغان اوسېدونکي محمدا نور وويل  چې دوی له سهاره ترماسپښينه  په يخه هوا کې  د خلکو په يو اوږده کتار کې  د اوړو دد ولتي کارخانې مخې ته ولاړ وي ، خو ماسپښين، چې ورته نوبت ورسېږي، نو په وهلو ټکولو سر بېره ورته څوک اوړه هم نه ور کوي . ))


هغه زياته کړه :((  دا څو ورځې  چې د اوړو اخيستو په  موخه ورځ ورته په يخه هوا کې تېره کړم له  خپلې  مزدورۍ هم وتلی يم . ))


د پاکستان حکومت هغو ځايي اوسيدونکو افغانانو ته چي ته ، چې پاکستانی شناختي کارت ولري ښه او معياري اوړه په ارزانه بيه ورکوي ، خو هغه خلک چې د پاکستان شناختي کارت  ونه لري  مجبور دي چې په بازار کې په لوړه بيه اوړه واخلي .


د سهيلي پښتونخوا دمسلم باغ  پنډغالي يو بل افغان کډوال ميرزا بيا وويل چې دا اوړه په دولتي کارخانه کې د بازار په پرتله اته سوه کالدارې ارزانه وي .


ميرزا وويل  چې د کارخانې اوړه يواځې د پاکستانيانو ( پنجابيانو ) او ځايي اوسيدونکو افغانانو لپاره دي او په شناخته کارت ورکول کېږي، نه د هغو لپاره چي د ډيورنډ له ها غاړي را اوښتي وي  .


هغه زياته کړه: (افغان کډوال مجبور دي چې په بازار کې په ګرانه بيه اوړه واخلي  . )


په سهيلي پښتونخوا کې يو بل ا فغان ځوا ن عبدالرزاق بيا وايي چې دوى هم د ځايي اوسيدونکو افغانانو په څېر انسانان دي ، د انسانانو ترمنځ بايد دا ډول توپير ونه شي .


هغه وويل چې ددوی څو ملګرو د اوړو په دولتي کارخانه کې د پاکستاني شناخته کارت پر ځای دوی ته د يو اين ايچ سي ار له خوا ورکول شوي د مهاجرت کارتونه ورښکاره کړي وو . ))


د عبدالرزاق په وينا، د کارخانې واکمنانو ددې پر ځای ، چې تش لاس يې کور ته ولېږي ، دوی  ته يې د يو اين ايچ سي ار دمهاجرت کارتونه هم څيرلي وو .


بله خوا بيا د سهيلي پښتونخوا د خوړو او غذايي موادو رييس سيد اختر محمد وويل  چې د پاکستان  مرکزي حکومت دا مهال له امريکا اوکاناډا څخه  څه د پاسه يو ميليون ټنه غنم اخيستي دي اوډېر ژر به په پاکستان کې داوړو لږوالى ختم  شي


اختر محمد  زياته کړه چې دا مهال دپاکستان حکومت د ډيورنډ کرښي هاخوا  او ايران ته هم دا وړو په وړلو بنديز لګولی دی .


د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ډيورنډ خط ها خوا د اوړو د وړلو د مخنيوي په موخه دپاکستان حکومت د ډيورنډ خط د تلو راتلو پر لويو لارو  يو شمېر پوستې جوړې کړې وې او سوداګر يې نه پرېښودل ، چې افغانستان ته اوړه يوسي .


افغان دولت يې په غبرګون کې د ډيورنډ ها خواته دغوړيو په وړلو بنديز ولګاوه او پوله هم داوښتونکيو پر وړاندې دڅو ساعتونو لپاره وتړله.