کور / تازه خبرونه / د لوګر د ميسو د كان د استخراج كار پيل سو

د لوګر د ميسو د كان د استخراج كار پيل سو


د افغانستان د كانو او صنايعو وزارت وايي د لوګر په ولايت كي د عينكو د ميسو كان د استخراج كار پيل سو.
د كانو او صنايعو د وزير ابراهيم عادل په وينا دغه كار د لوګر ولايت محمدآغې ولسوالي ته چي د ميسو كان پكښي موجود دئ، د ۲۰ كيلومتره سړك له پخولو پيل سو، چي په جوړېدو سره به يې په سيمه كي امنيت تامين او د لوګر ښار ته د ځينو ولسواليو د اوسېدونكو په تګ كي اسانتياوي رامنځته سي.
د عينكو د ميسو كان د استخراج قرارداد دوه كاله دمخه له چين هيواد سره سوى دئ، چي د افغان چارواكو په وينا د پنځو كالو په جريان كي به يې له امله د افغانستان خزانې ته په سوونو ميليونه ډالره راسي، او په زرونو افغانانو ته به په دغه پروژه كي د كار زمينه برابره سي.
د كانو او صنايعو وزير ښاغلي عادل وويل په دې پروژه كي به ۴۰۰ ميګاواټه برېښنا هم توليد سي او په ځانګړي ډول به په دې پروژه كي د لوګر ولايت اوسېدونكو ته اقتصادي او امنيتي امكانات برابر سي.