کور / تازه خبرونه / اېټاليا افغانستان ته نور عسكر لېږي

اېټاليا افغانستان ته نور عسكر لېږي


اېټاليا وايي افغان ماموريت ته به د ناټو تر ماموريت لاندي نور سرتېري ولېږي.
دغه هيواد اوس په افغانستان كي د ۲۰۰۰ په شاوخوا كي عسكر لري، چي ډېر يې په هرات ولايت كي مېشت دي.
د اېټاليا هيواد په داسي وخت دغه پرېكړه كوي، چي د ناټو عمومي مشر ياپ دي هوپ شيفر وايي د ناټو هر غړى هيواد بايد په افغانستان كي خپله ونډه واخلي او په دې ماموريت بايد امريكا يوازي پرېنښودل سي.
بلي خواته المان او فرانسې دواړو د المان د مونشن ښار په امنيتي غونډه كي چي د امريكا په نوښت رابلل سوې ده، افغانستان ته د نورو عسكرو له لېږلو انكار وكړ او وايي په افغانستان كي بايد پر پوځي لارو چارو سربېره اقتصادي او د بيا رغوني كارونو ته هم پاملرنه وسي.
المان وايي په افغانستان كي اوس هم كافي عسكر لري، د نورو عسكرو د لېږلو اړتيا نه ويني.