د افغان كركيټ په اړه خواشينوونكى خبر!!!
خبرونه وايي د افغانستان د كركيټ بورډ د مشرۍ پر سر ناندرۍ پيل سوي، چي د كارپوهانو په وينا ښايي د دغه لوبډلي د راتلونكو برياوو په مخ كي خنډ سي.
دغه ناندرۍ وروسته له هغه راپورته سوې چي د كركيټ بورډ اوسنى مشر الله داد نوري په ناڅاپي توګه له دندي ګوښه، او پر ځاى يې ضياءالرحمان وټاكل سو.
الله داد نوري وايي دى د لوبغاړو په خوښه د څلورو كلونو دپاره پر دې دنده ټاكل سوى او د ضياءالرحمان ټاكل د اختلافاتو د راپارولو په خاطر يوه دسيسه ده.
خو د كركيټ بورډ پخوانى مشر شهزاده مسعود بيا د ضياءالرحمان له ټاكلو ملاتړ كوي .
د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلي تېره اونۍ د ارجنټاين په سياليو كي اتلولي ترلاسه كړه، اوس د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته د ننوتلو دپاره يو ګام ورته پاته دئ.
د كركيټ لوبي پوهان وايي د دې لوبي په تاريخ كي افغانستان لومړنى هيواد دئ، چي ډېر اوږد واټن يې په خورا لنډ وخت كي وهلئ دئ .
هيله :
د لر او بر لوی افغانستان ويبپاڼه د كركيټ د ملي لوبډلي ټولو لوبغاړو او مشرانو ته ځولۍ غوړوي، چي هرڅومره ژر كېږي، خپل اختلافات له منځه يوسي، چي كه دوام وكړي خداى (ج) مكړه د واك پر سر دغه ناندرۍ به يې د راتلونكو برياوو مخ ډب كړي .
افغانستان دکرکټ د دريم پړاو اتلولي وګټلــــــه ! |
افغان کرکټ ملي لوبډله د دريم ډويژن سياليو وروستي جزيات او وېډيو د افغانستان د ملي کرکيټ لوبډلي او کپټان نوروز منګل ته د ستر بري په وياړ! |