د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست: د استاد ګل پاچا الفت ۱۰۰مه کليزه

د لراوبر اداره | فبروري 9th, 2009


د لغمان د اطلاعاتو کلتور رياست د گل پاچا الفت د زوکړې ۱۰۰ مه کليزه نمانځي.


دلغمان ولايت داطلاعاتو كلتور درياست په پام کې لري، چې د دوشنبې په ورځ د2009 د فبروري په 9، چې  د 1387 دسلواغې  له 20 نېټې سره سمون خوري سهار نهه بجې  دلغمان ولايت د  مهترلام په ښار کې  د نامتو ليكوال، شاعر او ټولنپوه گل پاچا الفت دزوکړې ۱۰۰ مه کليزه دځانگړو مراسمو په ترڅ کې  ونمانځي دمراسمو په ترڅ کې به دمهترلام دښار يو څلور لارى  دگل پاچا الفت په نوم پرانستل شي په دغه څلور  لارې کې يو منار جوړ شوى، چې  په کښي دوه شمعې او يو كتاب انځور دى دلغمان داطلاعاتو كلتور رياست او دنوموړي ولايت په وړانديز او د اطلاعاتو كلتور د وزارت په منظورۍ دگل پاچا الفت مزار په نوې بڼه جوړ شوى، چې دا به هم ځانگړو مراسمو سره پرانستل شي.


 مينه وال کولاى شي په نوموړې غونډه کې  برخه واخلي او يا خپلې  ليكنې دلغمان داطلاعاتو كلتور رييس ښاغلي عبدالوكيل اټک ته وروليږي.


ګرځنده:   700606606 – 0093 يا qadirandiwel@yahoo.com

Copyright Larawbar 2007-2024