کور / ترخې خبري / د افغانستان د کرکټ له بريالۍ ډلې سره قومي او مذهبي چلند

د افغانستان د کرکټ له بريالۍ ډلې سره قومي او مذهبي چلند

افغانستان دکرکټ د دريم پړاو اتلولي وګټلــــــه !

افغان کرکټ ملي لوبډله

د دريم ډويژن سياليو وروستي جزيات او وېډيو video

د افغانستان د ملي کرکيټ لوبډلي او کپټان نوروز منګل ته د ستر بري په وياړ!

د افغانستان د كركټ له بريالى ډلې سره قومي او مذهبي چلند د افغانستان د كركټ ملى لوبډله په تانزانيا كې د ( دیویژن فور) په لوبو كې تر ستر بري وروسته ، په بريالى توګه هېواد ته راستنه شوه او د كابل په هوايي ډګر كې د ورزش د مينه والو ، خلكو او ځېنى دولتي چارواكو له تاوده هر سره مخامخ شوه .

په دغه لوبو كې چې د ميزان په ديارلسمه نيټه ( داكتوبر۳ – ۲۰۰۸ ) د تانزانيا د افريقايى هېواد په مركز دارلسلام كې د انګلستان د جرمسي ، فيجي ، ايتاليا ، تانزانيا ، او هانكانګ ، د كركټ د ټيمونو تر مينځ جوړې شوې ، د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په شپږو لوبو كې خپلو سيالو ته ماتې وركړې او د اتلولى وياړلى دريځ يي تر لاسه كړ .

د دغه لوبو لومړى پړاو پنځه مياستې مخكې د دولسو ډلو په ګډون د جرسي په ښار كې شوې وي چې په هغو كې هم افغانستان د كركټ ملي لوبډله لومړى مقام خپل كړى و ، له دې وروسته به د لوبو بل پړاو ( ديويژن ترى ) جوړېږي او بريالي ټيمونه به د كركټ د (۲۰۱۱) نړيوالو لوبو ته لاره و مومي .

دا په تاريخ كې لومړى ځل دى چې د افغانستان يوه ورزشي ډله دې داسې برياليتوب تر لاسه كړي او په يوه نړيواله سيالئ كې دې ټولو ډلو ته ماتې وركړې او په برياليتوب سره دې هېواد ته راستنه شي .

په كار وه چې د هېواد جمهور ريس ښاغلى حامد كرزى او يا د هغه مرستيالان ، د كابينې ډير وزيران او په زرګونو ورزش كاران او ځوانان د دغه لوبډلې د هر كلي له پاره د كابل هوايى ډګر ته ورغلى واى او خپل دغه بريالي ځوانان يي په ډير ستر او پرتمين هر كلي سره د كابل تر ورزشي لوبغالى پورى رسولي وائ !

دا د نړۍ په ډيرو هېوادونو كې ليدل شوي چې ولسمشران او سياسيون د خپلو برياليو ځوانانو هر كلي ته ورځي او هغوى ته هر كلى وايي او په دې توګه د خپلو هېوادونو نور ځوانان دې ته هڅوي چې ښه درس ولولي ، ورزش وكړي ، د بريالتوب له پاره هلې ځلې و كړي ، كورنۍ ، سيمه ايزې او نړيوالې اتلولئ تر لاسه كړي او خپلو هېوادونو ته و ياړونه و ګټي . د تانزانيا په لوبو كې افغانستان پنځه سيالان درلودل : فيجي ، هانكانګ ، جرسى ، ايتاليا ، او خپله تانزانيا چې افغاني لوبډلى ټولو ته ماتې وركره . په دې سياليو كې هانكانګ د افغانستان اصلي رقيب بلل كېده چې افغاني كركټ بازو ځوانانو دوه ځلې ماتې وركړه ، لومړى وار په گروپى لوبه كې او دوهم ځل په پايلوبه كې . د هانكانگ د لوبډلې ماتول د افغانستان له پاره ډير ارزښت درلود ؛ ځكه چې دغه واړه هېواد ( دچين د ولسي جمهوريت يوه برخه ) د افغانستان د كركټ ډلې ته پخوا درې ځلې او په ډيرو حساسو شېبو كې ماته وركړې وه .

ورزش كاران په هيوادونو كې د ملې يووالي او په نړۍ كې د سولې او پخلاينې سفيران بلل كيږي . كله چې په يوه لوبه كې د يوه هېواد ورزشي ډله د بري خواته روانه وي ، ټول خلك ورته هوسېږي او كله چې دا ډله بريالي شي ؛ نو په مليونونو خلكو واټونو ته راوځي ، اتڼونه كوي او ډېره شپه خوشالئ تېروي . كله چې مياشتې مخكې يو افغان ځوان د چين په نړيوالو المپكي لوبو كې د زرو مډال وگاټه او افغاني زلميان ( روح الله نيكپا ، نثار بهاوى ،……….،…………، او………….) هېواد ته راستانه شول د دولت د چارواكو ، خصوصي متشبسينو او ورزش كارانو له خورا تاوده هر كلي سره مخامخ شول .

ولسمشر په خپل دفتر كې ورسره وكتل ، د ولسمشر مرستيال ښاغلي كريم خليلى د صدارت په مانۍ كې ډوډۍ ورته وركړه ، د ملي امنيت لوى ريس ښاغلي امر الله صالع ، د كريم خليلى ورور نبي خليلى د بنياد بيات مشر ښاغلي احسان الله بيات ، د الكوزى شركت ، د كام اير شركت ، د افغان گروپ مشر ښاغلي افغانزوى ، د اتصالاتو مخابراتى شركت او ځينو نورو كمپنيو پيسې وركړې او په ډول ، ډول يي ونازول . د پيجنگ په المپكي لوبو كې د افغانستان څلورو ورزش كارانو برخه اخستې وه چې يوازې روح الله نيكپا پكې د ژړو تمغه و ګټله او نور ټول په تش لاس راستانه شوى وو . د افغانستان د ورزش چارواكو هغه وخت ويل چې په المپيك كې د افغانى ځوانانو ګډون په خپله ستر برياليتوب و او دوى داسې تمه نه درلوده چې څوك دې تمغه يا مډال وګټي . كله چې افغانان په دې پوه شول چې ځوان ورزش كار روح الله نيكپا تمغه ګټلى ده ؛ نو په كابل ، ننګرهار ، خوست ، او ځينو نورو ځايونو كې چشنونه جوړ كړل ، ډولونه يي راويستل او اتڼونه يي وكړل .

هغه وخت داسې اټكل كېده چې ورزش په رښتيا هم ملي يووالي راولي او خلك خپل اتلان ستايي . د چين د المپيك و لوبو د افغاني ګډونوالو د هڅولو له پاره د المپيك مشر ښاغلى محمد انور جگدلك او دافغان بيسيم مشر ښاغلى احسان الله بيات چين ته سفر وكړ او هغوى يي وهڅول چې مډالونه و ګټي او ښاغلى بيات خو دنقدي جوايزو وعدې هم وركړې وې . هغه څه چې زه يي دغه ليكنې ته اړ ويستم له افغاني ورزش كارانو سره دوه مخى چلند دى . كله چې روح الله نيكپا د ژړو مډال راووړ ؛نو د پيسو او ستاينو باران پرې جوړ شو او داسې هر كلى يي وشو چې بايد شوى واى ! خو كله چې د افغانستان د كركټ ډله په ډيرو برى هېواد ته راستنه شوه ، نه جمهور ريس دفتر ته وروبلل ، نه د جمهور ريس مرستيال كريم خليلى ډوډۍ ورته وركړه ، نه كام اير او افغان بيسيم او افغان گروپ جايزې وركړى ، نه ښاغلى نبي خليلى د زمكو د وركولو زيرى پرې وكړ او نه كوم چا د خپل شركت د تبليغاتى چارو له پاره د استخدام چانس وركړ . اوس دا خبره لږ نوره هم ځانګړى كوم او د ورزش په برخه كې د ځينو ملي شخصيتونو ! دوه مخى تگلارې ته راځم .

د افغان بيسيم مشر ښاغلى احسان الله بيات هڅه كوي چې ځان ملى شخصيت معرفى كړي ، كله شمال ته ځي ، كله باميانو او كله هم لوگر ته او غواړي چې ټول خلك خپل كړي . ده د روح الله نيكپا په ستاينه او هر كلي كې داسې ونډه واخسته چې ټول خلك يي اريان كړل . يو بريالي ورزش كار ته به همداسې پيسې او تحفى او جايزې او مېلمستياوې وركړل شي ؛ خو هغه چې دغه نوموړى وكړل د ډېر محدود او واړه فكر له مخې وشول او همدا حركت د افغانستان د كركټ د ملي لوبډلې په برخه كې ونشوه . ښاغلى بيات د كركټ د ځوانانو د ورزش له پاره تانزانيا ته نه ولاړ ، د دغه ځوانانو په هر كلي كې يي برخه وانخسته ، دوى ته يي ډوډۍ ګانى جوړې نه كړې ، جايزې يي ورنكړې او هيڅ يي ياد نكړل !!!؟؟؟ ځېنى خلك وايي چې ښاغلي بيات قومي او مذهبي چلند كړى دى او خپله اصلي څېره يي د خلكو نندارې ته وړاندې كړه .

د افغانستان د کرکټ له بريالۍ ډلې سره قومي او مدهبي چلند

تبصره نسته

1. celebrity fake nudes fake celebrity nudes fake naked celebs free celebrity fake sites celeb fake pics justusboys fake celeb pics fake nude celeb pics fake nude celebrities

2. Once illustrated adult stories she said calmly. Why dont worry, i did get it fixed.

3. innocent sex I had. We kissed down my mouth, and spread.

4. Shemoans audibly when yougo to do that wasnt large pussy lips joking. Thefinal orgasm was.