د بشر حقونه کوم دي؟
له انګرېزي سرچينو:
د بشر حقوق هغه دي چې له ټولو انسانونو نه بېلېدونکي ګڼل کېږي، چې قومي، سيمه ييز، جنسي، قبيلوي، د رنګ، مذهبي، ژبنيز يا بل توپير په پام کې نه نيول کېږي.
موږ ټول برابر يو او له کوم توپير پرته دا حقوق را په برخه شوي، دغه ټول حقوق يو په بل پورې تړلي، يو بل ته منسوب او نه تجزيه کېدونکي دي. د بشر نړيوال حقوق ډير ځلي د تړونونو په بڼه بيان شوي دي، د دوديزو نړيوالو حقوقو،عمومي اصولو او د نړيوالو حقوقو د نورو سرچينو له لوري تضمين شوي دي.
د بشر حقوقو نړيوال قانون د حکومتونو لپاره تعهدات وضع کړي، چې پر ټاکلو لارو عمل وکړي، يا له ټاکلو عملونو ځان وژغوري، په دې توګه د بشر حقوقو د اساسي، فردي او ټولنيزو خپلواکيو ساتنه وکړي او پرمختګ ورپه برخه کړي.
نړيوال او نه تجزيه کېدونکي:
د بشر حقوقو ټول اصول د نړيوالو حقوقو د قانون پر بنسټ ولاړ دي، دغه اصول د بشر حقوقو د ۱۹۴۸م کال په نړيواله اعلاميه کې همدغه ټينګار کوي،چې د نړيوالو بشري حقوقو په زياتو تړونونو، اعلاميو او پرېکړو کې بيا تائيد شوي دي.
د بېلګې په ډول، د ويانا د ١٩٩٣ م کال د نړيوالو بشري حقوقو په کنفرانس کې دا يادونه شوې چې د نړيوالو بشري حقوقو او بنسټېزو خپلواکيو ساتنه او پرمختګ د حکومتونو دنده ده، پرته له دې چې د دوی سياسي، اقتصادي، او کلتوري سيستمونه په پام کې ونيول شي.
څه کم ټولو هېوادونو (په سلو کې ۸۰ هېوادونو) په يوه خوله دا حقوق منلي او څلور يا تر هغو نه زياتو هېوادونو بيا د بشري حقوقو عمومي تړونونه منلي،د هېوادونو يوه خوله کېدنه د دې لپاره چې حقوقي تعهدات جوړ کړي او دې افادې ته واقعيت وبخښي چې هغه د دې حقوقو( عموميت) دی.
دوديز نړيوال قوانين په ټولو هېوادونو او کلتورونو کې د اساسي بشري حقونوساتنه کوي. د بشر حقوق نه تجزيه کېدونکي دي، استثناات په ځينو ځانګړو حالتونو کې شته، د بېلګې په ډول د خپلواکۍ حق محدود دی، په هغه صورت کې چې شخص د يوې محکمې او قانون له لوري مجرم وبلل شي.
يو په بل پسې تړلي او نه تجزېه کېدونکي:
ټول بشري حقوق نه تجزيه کېدونکي دي،که هغه مدني دي او سياسي، لکه د ژوند حق، برابري او د بيان ازادي، يا اقتصادي، اجتماعي او کلتوري حقوق، لکه: د کار کولو حق، اجتماعي ټولنې او زده کړه، عمومي حقوق لکه: د پرمختګ او د خپل برخليک ټاکنه، چې ټول دا حقوق نه تجزيه کېدونکي او يو په بل پسې تړلي دي. د يوه حق پرمختګ د بل حق پرمخيون ته زمينه برابروي ، همدارنګه له يوه حق څخه محروميت پر نورو حقوقو باندې هم اغېز کوي.
برابري او د توپيرونو نشتوالی:
د نړيوالو بشري حقونو په قانون کې توپير نه کول ډېر مهم اصل دی، دغه اصل د بشري حقونو په ټولو نړيوالو غټو تړونونو کې شته او په ځينو کې يې محوري موضوع جوړوي. د بېلګې په توګه د هرډول نژادي تبعيض د له منځه وړلو نړيوال کنوانسيون او همدارنګه د ښځو پروړاندي د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو نړيوال کنوانسيون. دغه اصل په ټولو انسانونو پورې اړه لري او له بشري حقوقو او خپلواکيو سره نژدې اړيکه لري چې هغه نه تبعيض کول دي، هر ډول چې وي.
د برابرۍ اصل د نه تبعيض اصل بشپړوي، لکه څنګه چې د بشر حقوقو نړيوالې اعلاميې په لومړۍ ماده کې ليکل شوي: (ټول انسانان خپلواک نړۍ ته راځي، د حيثيت او حقوقو له مخې يو شان دي).
حقونه او تعهدونه:
بشري حقوق ، حقونه او تعهدونه دواړه په خپله لمن کې رانغاړي. د نړيوالو حقوقو له مخې هېوادونو تعهدات اومسووليتونه منلي چې درناوی او ساتنه يې وکړي، دغه راز يې عملي کړي. د درناوي معنی دا ده چې هېوادونه بايد په بشري حقونو کې مداخله ونه کړي، د بشري حقونو ساتنه په دې معنی ده چې هېوادونه بايد د تېريو په وړاندې د انفرادي او ډله ييزو بشري حقونو ساتنه وکړي.
د بشري حقونو عملي کولو تعهد په دې معنی ده چې هېوادونه بايد مثبت اقدام وکړي ترڅو د اساسي بشري حقونو څخه ګټه اخيستنه اسانه کړي. په انفرادي توګه کله چې موږ د بشري حقونو مستحق بلل کېږو نو موږ بايد د نورو کسانو بشري حقونو ته درناوی وکړو.