د سولي ګډه مشاعره او زموږ فی البديهه مشاعره

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2007



دسولې ګډه مشاعره دغرمې ۱۲ بجې وې چې مياخېل صيب راته دډوډۍ پرسروويل : خوستى صيب كابل ته دسولې په ګډه مشاعره كې دګډون لپاره ځې ؟ ماووې هو ولې نه ځم ، دۀ راته وويل چې داسې ده نوهمدا اوس بايد روان شې ،له مېډيوټيك دفترڅخه ملګري روان دي چې درنه لاړ نشي ،نو ماهم يوڅوګولې ډوډۍ زر زر وخوړه نور نو روان شوم ،ددفترد موټرډرايورخوشال ته مې ووې چې هله خوشاله ماپه بيړه ميډيوټيك ته ورسوه ،بس په يوه شيبه كې روان شوو.


كله چې ميډيوټيك ته ورسېدو ،نوانګاراو ورسره ملګري مو وليدل چې زماپه انتظارولاړ وو، دوى له ستړې مشې وروسته راته وويل :خوستى صيب بس روانيږوچې ناوخته دى ،لاره هم خرابه ده نوڅومره زر روان شودابه ښه وي . ماورته ووې موټرله لاسه راسره دى زه به په بيړه كورته لاړشم يودوه جوړه جامې به راواخلم نوربه روانيږو،دوى هم راسره ومنله ،ځكه چې زماكور نېږدې ؤاوبل دكابل اوګرديزپه لاره كې خودومره ګرداوغباردى چې كابل ته رسيږي نوګردونو به دې جوړكړي چې له پېژندګلوى دې باسي . ماډرايورته ووې چې په تيزۍ مې يوځل كورته وروسوه ،چې جامې راواخلم له هغې وروسته ته خپل دفترته ځان وروسوه ،نوبې له ځنډه موټرته وختم اوكورته لاړم جامې راسره راواخيستې ،لږ ځنډوروسته بيرته ميډيوټيك ته راغلم ، ددفترموټرمې رخصت كړاوزه دمېډيوټيك له ملګرو سره په سراچه موټركې كيناستم ،نېږدې دوولس نيمې بجې وې چې دكابل په لورې وخوځيدو.


موږ له ډرايور سره شپږتنه په موټركې ناست كې ؤ،يوبل سراچه موټرچې زموږملګري پكې وونېږدې نيم ساعت دمخه له موږڅخه تللى ؤ، زموږپه موټركې ناستوملګرو وويل چې موږپه دوى پسې رسيدلى شو،ځكه د هغې موټرډرايور موټرتېزنه بيايي . رښتياوه چې زموږموټردځدراڼوپه سيمه كې زموږدنوروملګروله موټرڅخه مخكې شو.


موږله خوست څخه نېږدې ترسپېرې ولسولۍ پورې دشعردكره كتنې پرڅرنګوالي غږيدو،وروسته انګارصيب داستادسعدالدين شپون دناولونودڅرنګوالي په اړه خبرې وكړې ،هغۀ پدې اړه خپله يوه خاطره غوندې وويله ،هغه هم داسې چې انګارصيب په يوۀ مجلس كې له شپون صيب اوځينې نوروكسانوسره (چې نومونه يې اوس رانه هيرشويدي ) ناست ؤ اودشپون صيب دنالونوپه اړه يې چې څه خبرې سره كړې وې دهغې خبرو يوه برخه يې موږته هم بيان كړه . كله چې ديادو شويو ناولونو په اړه خبرې پاى ته ورسېدې نودانګارصيب په غوښتنه موفى البديهه مشاعره پيل كړه .


 ټولوسره ووې چې دمشاعرې لپاره داسې اسانه مطلع پيداكړى چې ډېرې قافيې ولري ،لدې سره سره انګار ديوې پخوانۍ فى البديهه مشاعرې يادونه وكړه چې كاروان صيب دوى سره يې كړېوه ،دهغې يوڅوبيتونه يې دبېلګې په ډول وړاندې كړل ،زماپه اندانګارصيب دابيتونه ځكه وړاندې كول چې زموږسره ځينې داسې ملګري هم ووچې تراوسه يې په كومه فى البديهه مشاعره كې ونډه نه وه اخيستې.


دانګارصيب هغه بيتونه چې دبېلګې په ډول يې وړاندې كړل اوس رانه هېرشويدي خوقافيه اورديف يې په ګډه داسې وو چې (انګاره غزل وايه ، نثاره غزل وايه ، لپاره غزل وايه . . . ) كله چې انګارصيب دابيتونه دبېلګې په ډول وويل نو ملګروته يې ووې په همدې ډول يوه اسانه قافيه پيداكړى چې ډېربيتونه پكې راتلى شي . له څه ځنډ وروسته زموږيوتن ملګري خيال حيدرخېل يوه مطلع ووېيله چې كټه مټه (نګاره ،نثاره ،لپاره . . ) قافيه يې لرله خورديف يې ؤچې ( سندريزه ) ،هغه مطلع پدې ډوله ده .


پرې ځم به د ټپو كلي ته ياره سندريزه
كه خداى له ازغوپاكه كړه دالاره سندريزه


 په همدې مطلع موسلاسره وكړه اوفى البديهه مشاعره موپيل كړه ،انګارصيب ماته ووېل چې خوستى صيب له تاسره بكس اوسپين كاغذونه شته نوته به دملګرو بيتونه ليكې ،ماورته ووې چې زه ستاسوبيتونه ليكم نودخپلوهغوپه اړه به څنګه فكر كووم ؟ له ځانه سره مې ووې راځه يويادګاربه وي ،نومې بكس خلاص كړ سپين كاغزنه مې ښه ډېر راوخيستل اودوى مې وويل ،بس نوچې ستاسوخوښه وي زه به يې وليكم .


مشاعره پيل شوه ،خوپه سراچه موټركې چې له ډرايورسره شپږتنه پكې ناست ؤدبيتونوليكل راته ډېرګران شول ،له يوه خواډېرتنګ سره ناست وواوبل پلوه لاره دومره خرابه چې بيت به مې ليكۀ نويو يو توري څخه به سمه دچنار ونه جوړه شوه هغه هم دپسر لي په موسم كې چې ټول ښاغونه يې شنه اوګنې پاڼې لري .


 كله چې لومړى بيت وليكه نوداسې راته ښكاره شولكه دمصرپرزړو ودانيواو اهرامونوباندې هغه حيرانوونكي توري چې (شامپليون) وروسته له ډېردقت وويلى شول اودمصرتاريخ يې له مخې څرګندشو . په هرصورت دمشاعرې دبيتونوپه ليكلومې پيل وكړ،ټول بيتونه مې وليكل ،دادى اوس يې ستاسوخوږو لوستونكيومخې ته ږدم هيله ده چې ترپايه يې ولولۍ .


پرې ځم به دټپوكلي ته ياره سندريزه
كه خداى له ازغوپاكه كړه دالاره سندريزه
خيال حيدرخېل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماتارمرغلين كړيدى غزل راته تعويذكړه
دخداى روى مې دروړى دى انګاره سندريزه        
زاهدشاه انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په غېږكې مې كرارشوې چې اودۀ نشې زوى مړيه
ټپې دملالۍ وايه ستاره سندريزه                                   
شمس الله خوستى
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رباب به مې په غاړه وي ټپې به مې په خوله وي
ورځم په دغه لاره بې تلواره سندريزه         
منصور
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اشنامې يې خوبيامې هم دزړه مراندې اوباسې
نن حال دزړګي ووايه اغياره سندريزه                   
منصور


څه ښكلې غاړې بياوهي دغرونومستې زركې
نورستړى يمه ځمه لدې ښاره سندريزه            
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غلط دې په سندروكړم جانانه رانه لاړې
داڅه كانې دې وكړلې هوښياره سندريزه         
شمس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زنګېږم رازنګېږم پرسينه دې لونګين يم
للو،للوكوه راته په ناره سپندريزه                         
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په سپينه خوله دې ووې ياقربان لكه ملاله
اشناځكه دې بوسمه  دوباره سندريزه                   
شمس


كه څومره ځان په تورو او الفاظوكې رانغاړې
تاپېژنم په شعركې شعاره سندريزه                            
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سندروكې دې ووې راته :خولۀ نه دركوومه
قربان دې شم اشنالدې انكاره سندريزه            
شمس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه ګل دپسرل يم ستااوږودوزلفوكې بنديم
ديارپرمخ ټالۍ راكړه رخساره سندريزه               
خيال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دزړه كورته دغم غوندې بې غمه راځي خلكو
ساتلي مې پري پكې ايساره سندريزه                  
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
كه چېرې ځان زماپه سترګووګورې جانانه  
يوه وړه موسكادې ده بېشماره سندريزه                
انګار


څوځله مې توبه كړه له سندروبياشي ماته
دزړه څنګ ته مې ناسته څوكيداره سندريزه            
ا نګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه بوخت يم په ليكلوته بې واره ټپې وايې
انګاره دغه څه كوې ازګاره سندريزه                             
شمس


 تبصره :
ډېره كله به داسې وشول چې مابيت وايه نوزموږله ډلې څخه خوبه يوۀ راباندې غږ وكړ چې خوستى صيب وليكه ،لدې غږسره سم به يې بيت ووايۀ ،نوپدې ډول  به يې راڅخه قافيه اشغال كړه ،نوزماجوړكړى بيت به ناوېيلى پاتې شو،نولدې امله مې پورتنۍ بيت وليكه .


انګاره ! شمس ،ملنګ ،خيال اومنصورچې درسره وي
هېڅ كله نه درېږې له چوغاره سندريزه                              
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ملنګه په كابل كې به دسولې ټپې وايو
كه خداى خلاص كړود(سټو) له غباره سندريزه       
شمس


تبصره :
پورتنۍ بيت له خوست ولايت څخه كابل ته پرلاره دخوست اوګرديزترمنځ  لوى كنډؤچې (سټې) نوميږي ځاى كې ويل شوى ،پدې ځاى كې يوخولاره ډېره خرابه ده اوبل دومره زوروره خاوره پرسړك پرته ده چې دموټرښيښوته داوبوغوندې ورڅيږي ،ډريوران وايي چې پدې ځاى كې دموټرسلنسر داوبوغوندې خاوره تېروي چې دموټرماشين ته ورننوځي .
لدې امله هغه سوداګروچې پدې لاره مالونه وړي اوراوړي لاپه اوړي كې داسې ويلي وو چې په ژمي كې به دخوست اوګردېزترمنځ لاره بنده وي .
داخومالومه خبره ده چې كه چېرې په دغوخاوروباران يا واوره ووريږي نودخټوله زوره به موټرونشي كړاى چې پرې تېرشي .
هيله ده چې خبرې مې درباندې درندې تمامې شوي نه وي ،دادى بياهم دمشاعرې لړۍ .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حالونه يې په شعركې راته ووايه په بيړه
شيرين جانان مې څنګه ؤ ريباره سندريزه                 
شمس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
كوچۍ پېغلې مجبورې دي په خوښه درنه نه ځي
اې خوسته لونګينه سبزه زاره سندريزه                  
شمس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دبنګودلونګوپه نشوكې به دې پټ كړم
چې خلاص دې نورله شره شم خماره سندريزه            
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ليلا چې په لاردرومي ته جڼيږي غلى غلى
كېداى شي چې جانان يادوې هاره سندريزه               
شمس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داخيال مې لاماشوم دى ښكلاګانوكې ورك نشي
دياردفكرژڼيه لږيې څاره سندريزه                                     
خيال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
باڼه پكې ديار لكه نښترلوى شي دغرونو
دمينې كټورى يې سم پرهاره سندريزه                   
خيال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ملنګ راباب مې شرنګ نكوي غلى دى جانانه
لوېدلى يې نغمه ده له كوم تاره سندريزه                    
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رنګين غزل ليكلى شم دستاپه هريوشړ  كې
رادرومې چې له هسكونه ابشاره سندريزه               
ميرعلي ملنګ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
كيدى شي چې دخيرپه بانه خوله چاوي وركړي
نن اورمه ددې ملنګ كوكاره سندريزه                           
اړين : 
دپورتني بيت دليكلوپرمهال راڅخه دبيت ويونكي نوم پاتې شوى خوپه غالب ګمان        
  چې انګارصيب به ويلى وي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اشناچې دكوڅې په منځ كې تاووينم كله
سلګۍ مې له خولې ووځي بې واره سندريزه             
خيال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دښارواړه ښايست يې په ساده حسن كې وينم
اوسيږي په بانډوكې بې سينګاره سندريزه                
منصور
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نارې دې دخوستيوژڼيووايي چې رادرومي
ته ورك ورك يې اونه راځې نثاره سندريزه                 
انګار


رادرومي په غوږونومې دشونډوزمزمې يې
راوانه ده ګودرته بيامكاره سندريزه                                   
ملنګ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بنګړي مې درنه مات كړل خيردى جنګ مه كوه ښكلې
نتكۍ به درته راوړم له بازاره سندريزه                         
خيال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دزړه دباغ بلل مې خزان سيلۍ وهلۍ
په شنه لمن كې ګل راوړه بهاره سندريزه                          
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
كيداى شي دغزلوبياباران وشي په غرونو
سلګۍ چې منصوري راغله له داره سندريزه             
خيال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونه دجانان لكه لښكرې دخالودي
ملاله زړه مې هم دى ناكراره سندريزه                            
شمس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دكلي جونې ټولې دي درياوهي ستالاندې
ټول ګل ګل شې زمادژوندچناره سندريزه                  
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وړې وړې خبرې دې دويوان دغزلونو
ويدۀ نشې غږيږه ترسهاره سندريزه                               
انګار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زموږدكلي پېغلې دې په عشق وپوهولې
قربان شم دمتوبابا مزاره سندريزه                                  
ملنګ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دپورې تك شنۀ غره ته مې دخيال اربكي تللي
راوړي به څوغزلې ستالپاره سندريزه                              
خيال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جلاحقيقت ورك شودځدراڼوپه دروكې
ځدراڼ خوداسې نه وي بې كتاره سندريزه                    
انګار
تبصره :
دغه بيت انګار ګرديزښارته نېږدې جلال حقيقت ته هغه مهال ووايه چې موږخپل موټردغلګۍ په دوكانونوكې  دماشام لمانځه د اداكولولپاره ودرول .
نورجزيات يې  له لاندې دووبيتونوڅخه  وروسته ولولۍ .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښكنځلې يې نن هم په ترنم كې راته وكړې
دامسته ليونۍ خوده تياره سندريزه                               
شمس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ريباردې راليږلى دى په نيمه شپه ظالمه
اې شمسه ! خداى دې ساته له ازاره سندريزه                
شمس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

كله چې ګردېزښارته نېږدې شوو،دغلګۍ په دوكانوكې مودماښام لمونځونود اداكولولپاره موټرودراوۀ ، موږ چې موټرودراوۀ ترهغوزموږدنوروملګروسراچه موټرهم راورسيد، دوى هم موټر ودراوۀ ،پدې ځاى كې ټول يوه شيبه سره درېدو،څه ګپ شپ موسره وكړ،حقيقت ځدرڼ انګار ته ووې چې پدې دومره لارودې دتليفون يوزنګ هم ونه واهه ،دۀ لاخبره پاى ته نه وه رسولې چې انګارصيب ورته ووې : ولې انتقادونه كوې ،ماچې زنګ ونه واهه خوتابه وهلى ؤ.
حقيقت ځدراڼ ورته ووې : ته خوزموږمشريې ،انګار ورغبرګه كړه زه ددې كسانومشريم چې زماسره په موټركې راسره دي اوتۀ هغوكسانومشريې چې ستاسره په موټركې دي .
انګار ورته ووې چې موږفى البديهه مشاعره كوله ، ځدراڼ ورته ووې خوږ ته به دې هم زنګ وهلى وى چې تاسوهم فى البديهه مشاعره وكړى، انګار ورته ووې تركابله پورې لاډېره لاره ده ،خو ويې كړى كنه .
پدې ځاى كې څه ټوكې ټكالې وشوې ،بيامولمونځونه اداكړل ،له لمونځونو وروسته كريم مظلوم چې حقيقت ځدراڼ سره په موټركې راغلى ؤ ماته رانيږې شواوراته ويې وې چې زمادابيت هم ستاسوپه فى البديهه مشاعره كې ځاى كړه .
بيت پدې ډول دى .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رقيب صرف اوبه دركړې تاځان ته درنېږدې كړ
ماوينې دزړه دركړلې پرهاره سندريزه                        
كريم مظلوم


دا دمشاعرې وروستۍ بيت ؤچې ومې ليكۀ ،ځكه چې كله له غلګۍ څخه روان شوونوله لږمزل وروسته موټرراپسې خراب شو،دموټردټايرونويوڅه ناټونه مات شوي وو،له دې ځاى څخه مودحقيقت ځدراڼ موټر بياواپس دغلګۍ دوكانونوته پسې وليږۀ ،ښه ځنډوروسته يې ناټونه راورسول ، كله چې موټرجوړېدۀ نېږدې نيم ساعت به وتلى وي . موټرچې جوړشو،نوبياهم دكابل په لوري وخوځيدو،لدې وروسته مومشاعره پيل نكړه ،خوپه دويم موټركې زموږملګرومشاعره كړې وه ځكه چې دوى ترغلګۍ پورې لارپه ټوكوټكالواوموږپه مشاعره وهلې وه،نوله غلګۍ څخه وروسته دوى هم تصميم ونيوچې تركابله پورې فى البديهه مشاعره وكړي .


دشپې څه دپاسه لس بجې وې چې كابل ته ورسيدو،لاښارته نه ووننوتي چې دماښام ډوډۍ موپه يوۀ هوټل كې وخوړه ،له ډوډوۍ خوړولووروسته موموټر روان كړل ،كله چې ښارته ننوتونودشپې تېرولولپاره پروان هوټل لاړو،دغه هوټل دمشاعرې جوړوونكيولخوا،دخوست ،ګرديز، هلمنداوديوشمېرنور و بېلابېلو ولايتونوشاعرانو اوليكوالانولپاره كرايه كړاى شوى ؤ . كله چې هوټل ته ورسيدو،نوهوټلوالاؤ كوټې راته په ګوته كړې ،زموږملګري په دريوكوټوكې ځاى پرځاى شول ،خپلې جامې ،كتابچې اوسامانونه يې په كوټوكې كېښودل ،بيايوې كوټې ته سره راغونډشول ترڅودسبامشاعرې غونډې لپاره دناستي ولاړې اوكړو وړودرڅرنګوالي ترڅنګ دشعرونوپه انتخاب هم ګډه مشوره وكړي . پدې اړه په زړه پورې خبرې وشوې ،نظرونه سره تبادله شول ،شعرونه هم وكتل شول ،له تصميم نيولو وروسته ټول په بيړه خپلوخپلوكوټوته لاړل ،ځكه چې شپه نيمه تېره شوې وه اوسباته موبيامشاعره په مخكې وه هغه هم دسهار له نهوبجوڅخه دشپې تريوولسوبجوپورې .
پاتي برخي ته دا ځای کليک کړئ

Copyright Larawbar 2007-2024