کور / تازه خبرونه / اېران: محمدخاتمي يو ځل بيا ځان كانديد كړ

اېران: محمدخاتمي يو ځل بيا ځان كانديد كړ

د اېران اصلاح طلبه سياسي مشر محمد خاتمي دريم وار د دغه هيواد جمهوري رياست ته ځان كانديد كړ.
محمدخاتمي په اېران كي له هغو مشرانو څخه ګڼل كېږي، چي له لوېديځ سره د ښو مناسباتو غوښتونكى دئ.
محمدخاتمي له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۵ كال پوري دوې دورې د دغه هيواد رئيس جمهور پاته سوى دئ.
د څېړونكو په ګومان په داسي حال كي چي اوسنى مشر محمود احمدي نژاد د سخت دريځي روحاني آيت الله خامنيي له ملاتړ څخه برخمن دئ، خو ولس د هغه له ځينو كړنو څخه ناراضه دئ، په را روانو انتخاباتو كي به د ښاغلي نژاد او خاتمي ترمنځ سخته سيالي رامنځته سي.
اېراني عوام په مجموعي توګه د سخت دريځو له سياست څخه تر پزي راغلي، له لوېديځ سره ښې اړيكي غواړي، چي ښايي د احمدي نژاد پر ځاى د ښاغلي خاتمي ملاتړ وكړي.
اېرانيان وايي د احمدي نژاد تر انتخاب وروسته يې له لوېديځو هيوادونو سره په نسبي ډول ښې سياسي او اقتصادي اړيكي خرابي سوي دي، چي له امله يې د څلورو كالو په اوږدو كي د دغه هيواد اقتصاد ۳۰ فيصده ضعيفه سوى دئ.
كه خاتمي د اېران ولسمشر سي، نوموړى به د اېران په تاريخ كي لومړنى كس وي، چي دريم وار د دې هيواد ولسمشر غوره كېږي.