کور / تازه خبرونه / ناټو: د قاچاق وړونكو پر ضد عمليات پيلوو

ناټو: د قاچاق وړونكو پر ضد عمليات پيلوو

هغه خبرونه په واقعيت بدل سول، چي ويل يې ناټو غواړي په افغانستان كي د نشيي موادو قاچاق وړونكي په نښه كړي.
تېره اونۍ داسي خبرونه خپاره سوي وه چي د ناټو قواوو پرېكړه كړې، هغه كسان چي د نشه يي موادو په قاچاق كي لاس لري، كه د طالبانو ملاتړ پر اثبات سي كه نه، دوى به يې په نښه كړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ناټو دې اقدام ته سخت مخالف غبرګون څرګند كړ، خو تېره ورځ د نشيي موادو سره د مبارزې وزير جنرال خدايداد له ناټو څخه غوښتنه وكړه، چي قاچاق وړونكي په نښه كړي او له منځه يې يوسي.
د څېړونكو په ګومان د نشيي موادو قاچاق وړونكي پر طالبانو سربېره په ځينو سيمو كي د ناامنيو اصلي لامل دئ.
د ناټو قواوو امريكايي قومندان وايي داسي پلان يې جوړ كړى، چي د نشيي موادو پر قاچاق وړونكو او د هغو پر كارخانو باندي عمليات وكړي او هغوى له منځه يوسي.