کور / تازه خبرونه / مېلمنو د هلمند د مهاجرينو رئيس وواژه

مېلمنو د هلمند د مهاجرينو رئيس وواژه


د هلمند چارواكي وايي د دغه ولايت د مهاجرينو رئيس عبدالستار مظهري د هغه په كور كي وژل سوى دئ.
د هلمند د امنيتي چارواكو په وينا قاتلان د هغه كور ته د مېلمنو په نامه ورغلي د هغه تر قتل وروسته تښتېدلي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي د نوموړي وژنه تائېد كړې او د هيواد د دښمنانو كار يې بللئ دئ.
د ښاغلي مظهري د وژني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو امنيتي چارواكي وايي د هغه د قتل څېړنه يې پيل كړې ده.