کور / راپور / دپښتوادبي ملګري بوري له اړخه عبدالوهاب كارېزي ته مشاعره جوړه سوه

دپښتوادبي ملګري بوري له اړخه عبدالوهاب كارېزي ته مشاعره جوړه سوه

 د جنوبي پښتونخوا د بوري ولسوالۍ  د شاعرانو او ليكوالو ادبي او كلتوري ټولني پښتوادبي ملګري په اوسني مصروفه ژوند كې هم خپل روايت پر ځاي ساتلى دى

پښتوادبي ملګري هر هغه شاعراو ليكوال ته چې بوري ته سفر كوي او لا له بوري څخه تېريږي  د خبرتيا او له مېلمه سره د وخت د شتون په صورت كې يوه ښه درنه او په زړه پوري  ادبي ناسته كوي

په دغه ناسته كې چې عموما د نوموړې ټولني په دفتر كې چې يوه ساده باده كوټه ده كې كيږي د بوري د سيمي او په خاصه توګه د ښار اوسېدونكي شاعران اوليكوال  برخه اخلي

نور برخه وال كه ډېر  و او كه لږ خو د ټولني مشر استاد سيدخيرمحمدعارف به خامخا په كي حاظر وي هغه په دې چې نوموړى په هرډول موسم او حالاتو كې د ټولنې دفتر چې زياتره ملګري ورته ’’ نړاندكور’’ واي خلاص ساتي

دغې ټولني د خپل روايت سره سم تېره ورځ هم يوه درنه مشاعره درلوده چې لنډغوندي راپور يې ستاسو په خدمت كې وړاندي كوم

دغه مشاعره د ږوب د نومياتي شاعر عبدالوهاب كارېزي په وياړ جوړه سوې وه چې په عاجله توګه راغوښتل سوې وه خو بيا هم په كې ښه ډېر شاعران موجودو

د مشاعرې وياند اكبرخان نګار و چا چې غونډه په خپل ځانګړي انداز كې پرمخ بوله هغه د تلاوت دپاره نورمحمدنور ته بلنه وركړه او هغه  غونډه د قران پاك په مباركو اياتونو پرانسته

د مشاعرې مشر تكړه او مشر شاعر انورحسېن مسافر  و او مېلمه عبدالوهاب كارېزى  او د كوربه چاري شاعراو ليكوال غازي خان جاذب تر سره كولې

دبوري د سيمي نوي هنرمندعبدالرحمان په خپل خواږه ږغ كې د څو غزلو په ويلو سره مشاعره لاپسې ښكلې كړه او د غونډي برخه والو خورا داد وركړ

په دغه مشاعره كې انورحسېن مسافر،عبدالوهاب كارېزي،غازي خان جاذب،استادسيدخيرمحمدعارف
قاري جمال الدين مسافر،نورمحمدنور،اكبرخان نګار،شوكت ترين،عصمت الله ،عارف مروت ، عبدالرحمان ،ارسلاخان كاكړ او سلطان زخپېل برخه درلوده 


يادونــــــــــه  


له رپوټ څخه دا څرګندېږي چې زه هم په كې موجود وم .دا درسته ده خو دټليفون له لاري چي كورودانى ښاغلي سلطان زخپېل ته وايم چي هم يې دعبدالرحمان خوږ ږغ راباندي فېرزو كړ او هم يې د راپور ليكلو دپاره مالومات  راكړل