ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د سنډې ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې اوباما په افغانستان کې د امریکا په ستراتیژۍ نه پوهیږي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د زیاتولو پلان ته په اشارې لیکلي دي چې په رالتونکې پسرلي کې به څو د چا برخه لیک وټاکي.
ځکه د ورځپاڼې په وینا که امریکا افغانستان ته د نورو دیرشو زرو سرتیرو د استولو پریکړه کړې طالبانو او د دولت نورو مخالفینو هم خپل د فعالیت سیمې پراخه کړیدي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د مونیخ امنیتي غونډې ته د ولس مشر کرزي وینا ته ځانګړې کړې.
ورخباڼې د ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي چې افغانستان په نشه يې توکو متکي دولت ندې او د دولت او خلکو ترمنځ د باور د پیاوړې کولو لپاره باید د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیولې شي.
ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې وینا تبصره کړې او له نړیوالې ټولنې څخه يې د افغانستان په غوښتنو تبصره کړې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د افغانستان په اړه د ایراني واکمنانو په چلند تبصره کړې او لیکلي دي چې د افغانستان په وړاندې ددوې چلند له غرضه ډک دې.
ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې عامو افغانانو هم په تیرو دیرشو کلونو کې د ایراني واکمنانو چلند تجربه کړې دې.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د نا امنۍ په مسلې تبصره کړې او د مشرانو جرګې د مشر په حواله يې لیکلي دي دا نا امنۍ بهرنیان منځ ته راوړي.
ورخپاڼې د ولس مشر کرزي کړنې هم په یو مطلب کې څیړلي او لیکلي دي چې نور نو ښاغلې کرزې ځان یو اتل نه بولي.
د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د ولس مشر کرزي په هغو څرګندونو تبصره کړې چې پکې طالبانو ته د سولې بلنه ورکړاې شوې.
ورخپاڼې وړاندې لیکلي دي چې ښاغلي کرزي له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې پدې برخه کې دده ملاتړ وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف په روانې مبارزې تبصره کړې او لیکلي دي چې بزګرانو ته د کوکنارو د نه کرلو د سپارښتنې ترڅنګ د نشه يې توکو قاچاق وړونکي باید مجازات شي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیلې تبصرې پرې خپرې کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د مونیخ په امنیتي غونډې تبصره کړې او له دې غونډې د افغانستان توقعاتو ته کتنه کړې خو اصلاح بیا لیکلي دي چې په هیواد کې په شتو ستونزو د بریا لار پخلاینه ده.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د مونیخ غونډې ته د ولس مشر کرزي د وینا دا برخه راغستې چې افغان دولت له طالبانو سره روغې جوړې ته چمتو دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو د اکمالاتو مسله راغستې او د پاکستان له لارې ددوې د اکمالاتو بندیدو ته په اشارې لیکلي دي چې اوس د ایران له لارې د اکمالاتو هڅې روانې دي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د دیموکرات ګوند د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې افغانستان به د امریکا لپاره په دویم ویټنام بدل شي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک له طالبانو سره د پخلاینې لپاره د ولس مشر کرزي غوښتنې ته ځانګړې کړې دې.
ورخپاڼې لیکلي دي چې دا ځلې ښاغلي کرزي په مونشن کې د امنیت نړیوالې غونډې ته د وینا په مهال طالبان سولې ته راوبلل.
ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د ناټو د عمومي منشي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې پکې د افغانستان په اړه د اروپايې هیوادونو په چلند انتقاد شوې دې.