کور / تازه خبرونه / د اسټراليا اور ۱۳۵ كسه ووژل

د اسټراليا اور ۱۳۵ كسه ووژل


په اسټراليا كي له څلورو ورځو راهيسي بل اور ۱۳۵ كسان وژلي او په سوونو كورونه يې سوځلي دي.
اسټراليايي چارواكي وايي دا اور د دې هيواد په تاريخ كي تر ټولو بدمرغه پېښه ده، چي په دونه كچه زيان ورته اړوي.
په اسټراليا او د نړۍد نورو هيوادونو په ځنګلونو كي د اور لګېدل يوه معمولي خبره ده، خو اسټراليايي چارواكي وايي داسي ښكاري چي دې اور ته چا په قصدي ډول لمن وهلې ده.
چارواكي د اور د نه قابو كېدلو لامل په سيمه كي تېز باد او ګرمه هوا په ګوته كوي.