کور / تازه خبرونه / ريچارډ هولبروك: د افغانستان جګړه تر عراق ډېره سخته ده

ريچارډ هولبروك: د افغانستان جګړه تر عراق ډېره سخته ده


د امريكا له خوا افغانستان ته نوى ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك وايي د افغانستان او عراق جګړه ډېر توپير سره لري.
نوموړى وايي د خپل سياسي ژوند په اوږدو كي تر اوسه له داسي يوې پېچلي موضوع سره نه دئ مخ سوى.
د نوموړي په وينا د افغانستان موضوع يوازي په دې هيواد پوري اړه نه لري، بلكي دا يوه سيمه ايزه ستونزه ده، چي پاكستان هم پكښي دخيل دئ.
ښاغلى بروك چي نن د پاكستان پلازمېني اسلام آباد ته رسېدلئ، د دې هيواد له چارواكو سره تر خبرو وروسته ښايي افغانستان ته راسي.
نوموړى تر دې مخكي په ملګرو ملتونو كي د امريكا د سفير په توګه دنده تر سره كړې ده، چي د خپلي دندي پر مهال د امريكا يو له غوره ډيپلوماتانو څخه وګڼل سو.