کور / تازه خبرونه / ضیا الرحمن دکرکټ بورډ مشر وټاکل شو.

ضیا الرحمن دکرکټ بورډ مشر وټاکل شو.

دافغانستان دکريکټ بورډ چارواکي وايي چې ضيا الرحمن رحماني دکرکيت بورډ د رييس په توگه وټاکل شو. دکريکت بورډ اعلی سرپرست شاهزاده مسعود وويل چې دغه گام دکريکټ د لوبې دپرمختگ او لا ډېرو بریاوو دلاسته راوړولو په خاطر اخيستل شوی، هغه زىاته کړه چې تر دې مخکې دافغانستان دالملپيک په اداره کې کريکټ د فدراسيون په بڼه و خو له دې وروسته به دبورډ په توگه فعاليت کوي تردې مخکې الله داد نوري دفدراسيون درييس په توگه له شاوخوا پنځومياشتو څخه را پدېخوا کار کاوه. دافغانستان کريکټ بورډ يو مشر، دوه مرستيالان او يو سکرټرجنرال لری . دافغانستان کريکټ لوبډلې څو ورځې مخکې له ارجنټاين څخه د 2001 کال دالمپيک لوبو کې دگډون په موخه ،مقدماتي سياليو درېيم ډيويژن کې دملي لوبډلې روزونکى ښاغلى کبير خان وايي چې د ٢٠١١ کال د کريکټ د نړيوالو اتلوليو د غوراوي وروستي پړاو ته د چمتووالي لپاره به سرېلنکا ته ځي. د ده په وىنا د اسيا د کريکت شورا له خوا برابر شوى دغه تمرين د روان کال د مارچ په لومړيو کې ( د لمريز کال د کب مياشت ) په کولمبو کبير خان وويل د کولمبو په ښار کې د چمتووالي په ورځو شپو کې به دوى له يو شمير سريلنکايي کلبونو سره هم ازمېښتي لوبې وکړي.