تازه خبر: ولسي جرګې اسدالله خالد رد كړ

34 | فبروري 9th, 2009



د افغانستان ولسي جرګې چي نننۍ غونډه يې د ولسمشر كرزي له خوا درو وړاندي سوو وزيرانو ته د اعتماد په اړه وه، دوه وزيران ومنل او دريم يې رد كړ.
د سوداګرۍ سرپرست وزير عنايت الله شهراني توانېدلئ چي له ولسي جرګې څخه د اعتماد رايي واخلي او د سوداګرۍ د وزير په توګه مقرر سي.
همدا راز عبدالكريم براهوي د مهاجرينو د وزير په توګه د اعتماد رايه ترلاسه كړې ده، خو اسدالله خالد چي د قبايلو او سرحدونو د وزير په توګه ولسي جرګې ته ورغلى و، ونه توانېدئ چي د ولسي جرګې غړو ته قناعت وركړي.
اسدالله خالد چي مخكي د غزني او كندهار د والي په توګه دنده ترسره كړې، تېر كال د كاناډا د بهرنيو چارو د وزير له خوا د فساد جرړه وبلل سوه. او له حامد كرزي څخه يې وغوښتل چي له كندهار څخه يې وباسي.
اسدالله خالد تېر كال د كندهار د محبس تر ماتېدو وروسته د نورو چارواكو سره يو ځاى له دندي ګوښه او د پارلماني چارو د وزير په توګه مقرر سو، چي له دې دندي د نامعلومو دلايلو پر بنسټ د هرات د والي په توګه وټاكل سو. خو هراتيانو د مظاهرو په كولو سره رد كړ او ښاغلى خالد يې په غزني او كندهار كي د ندو پر مهال ناكامه وباله.
كارپوهان پر ولسمشر كرزي نيوكه كوي، چي په حكومتي چارو كي له شخصي اړيكو او مصلحتونو څخه كار اخلي او د يوه ولايت ناكامه والي، د دې پر ځاى چي ګوښه او مجازات يې كړي، تر پخوانۍ هم درنه دنده ورسپاري .

Copyright Larawbar 2007-2024