کور / تازه خبرونه / نيمروز: ځانمرګى تر بريد دمخه ووژل سو

نيمروز: ځانمرګى تر بريد دمخه ووژل سو


د نيمروز ولايت چارواكي وايي يو ځانمرګى بريد كوونكي هدف ته تر رسېدو دمخه د افغان پوځيانو له خوا وژل سوى دئ.
د نيمروز والي غلام دستګير آزاد وايي، دغه پېښه پرون ماځيګر د نيمروز په خاشرود ولسوالي كي د افغان پوځيانو يوې پوستې ته څرمه سوې ده.
عيني شاهدان وايي بريد كوونكي لومړى پر پوځيانو بمي بريد وكړ، خو مخكي له دې چي ځان والوزوي د پوځيانو له خوا په نښه سو.
د خاشرود ولسوال مطبوعاتو ته وويل، د پوځيانو په ډزو كي دوه ولسي كسان هم وژل سوي دي.