د وردګو ولايت کښي دبهرنيانو يوټانګ له منځه وړل سوئ دئ
دوردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونويوپوځي ګاډۍديوماين ښکار شو .
دوردګو ولايت امنيتي چارواکيو منلې چې ټانګ دسيدابادولسوالۍ دتنګي په سيمه کې دريموډکنټرول ماين په واسطه الوزول شوي دي .
دميدان وردګو ولايتي وياند ادم خان سيتر رسنيو ته ويلي چې پېښه نن غرمه مهال رامنځ ته شوي چې په ترڅ کي يې دبهرنيانو يوټانګ ويجاړشوي دي .
هغه دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي .
خودطالبانو رسمي ويان ذبيح الله مجاهد وايې چې ټانګ ددوي مجاهديدينولخو ا دکنټروليدونکي ماين په واسطه الوزول شوي دي اوڅلور امريکايي سرتيري په کې وژل شوي دي
مجاهد داهم وويل چې دويجاړشوي ټانګ ټوټې دسړک پرغاړه اوس هم پرتي دي .