کور / خبرتیا او پيغامونه / اصلاح آنلاین د سیرت مسابقه پیلوی

اصلاح آنلاین د سیرت مسابقه پیلوی


کابل، د دلو ۲۰مه : اصلاح انلاين د انټرنټ کاروونکو افغان ځوانانو لپاره د سيرت انلاين مسابقه اعلانوي .‌

د دې مسابقې نوم دی: “راځئ خپل پېغمبر وپېژنو”. د دې مسابقې موخه د بشريت د تر ټولو ستر لارښود له ژوند سره د هغو ځوانانو اشنا کول دي چې زيات وخت له انټرنټ سره تېروي.

په داسې حال کې چې د اسلام د دښمنانو لخوا پر اسلامي مقدساتو، او په سر کې يې د خدای د وروستي استازي، په اړه سپکاويو لړۍ پيل شوې ده، او د هېواد په داخل کې هم، هغه رسنۍ چې هڅه کوی ځوانان له خپلو ديني ارزښتونو څخه پردي کړي ښه په درز کې کار کوي او نسبت هغو رسنيو ته يې شمېر څو چنده لوړ دی چې د هغوی د سمې لارښوونې او روزنې لپاره کار کوي.

د سيرت مسابقه د اسلام د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د زوکاليزې (ميلاد) له نژدې کېدلو سره پيلېږي چې د ربيع الاول مياشت ده.

د اصلاح انلاين د ځوانانو د څانګې مسول ډاکتر هدايت الله حميدي وويل چې د سيرت د انلاين مسابقې يو هدف دادی چې هغو ځوانانو ته چې له دينپوهنې او د خپل پېغمبر له ژوند سره مينه لري فرصت ورکړي چې خپله وړتيا وښيی.

هغه وويل: «دا به په افغانستان کې لومړنۍ انلاين مسابقه وي، په تېره بيا چې هدف يې د ځوانانو د علمي او ديني معلوماتو د کچې لوړول وي.”

اصلاح انلاين له شاوخوا پنځو مياشتو را پدېخوا پرليکه شوی وېب سايټ دی چې په لنډه موده کې يې غټ شمېر لوستونکي موندلي دي.

د سيرت مسابقه به د پيل له نېټې وروسته شاوخوا دريو اوونيو لپاره روانه وي.‌

د مخابراتو د وزارت شمېرې ښيي چې پّه افغانستان کې تر نيم ميليون زيات کسان له انټرنټ څخه استفاده کوي. د هغو افغانانو شمېره چې بهر مېشت دي او انټرنټ کاروي معلومه نه ده.‌

اصلاح انلاين هڅه کوي تر ممکنې کچې پورې زياتو انټرنټ کاروونکو يا انلاين افغانانو ته رغنده روزنيز او ښوونيز پيغام ورسوي.‌

دا مسابقه د دريو بااحساسه افغانانو لخوا تمويل کېږي چې د خپل اسلامي احساس له مخې يې د هغې لګښتونو ته اوږه ورکړې.‌


د مسابقې لپاره نوم ليکنه او پکې ګډون کول وړيا دی.

د دې مسابقې لپاره تر ۳۵ زياتې جايزې په پام کې نيول شوې چې له دوه نيم زره افغانيو نه پيل تر پنځه ويشت زرو افغانيو پورې رسېږي.

د نورو جزیاتو او د مسابقې په اړه د بېلابېلو پوښتنو د ځواب لپاره لاندې کليک وکړئ :


د سيرت مسابقې تفصيلات: سوالونه او ځوابونه

تبصره نسته

  1. از فاکولته شرعیات هرات

  2. از فاکولته شرعیات هرات