کور / راپور / ميدان وردګ: د ۲۵۰ سوو اړو كورنيو سره د خواركي توكيو مرسته

ميدان وردګ: د ۲۵۰ سوو اړو كورنيو سره د خواركي توكيو مرسته

دسلواغې ۲۱ مه
د ميدان وردګ ولايت د ميدانښار په مركز كې دتركي ولايتي بيارغاونې ټيم په مالي لګښت په دوه سوو پنځوسو اړواوبې وسوو كورنيو باندې خواركي توكي ووېشل شول .




ددغه خوراكي توكيو په وېش كې دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي، تركي ولايتي بيارغاونې ټيم مشر جنيدياوزجان، ولايتي شوراريس او غړواو همدارنګه د اروپايي ټولنې استازو ګډون كړې وو او دميدانښار اړونده سيمو (۲۵۰) اړو او بې وسې كورنيو باندې  دخواركي توكي(غوړي، وريجې،وړه اوچاى ) شامل وو ووېشل شول .





همدارنګه ديوبل خبر له مخې  دكورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال منير منګل ،دملي دفاع وزارت د اوپراسيفونو ريس كريمي ،دميدان وردګ  ولايت والي محمد حليم فدايي دميشتو نوو ايساف ځواكونواستازو سره دراتلوونكو پلانونو په اړه هراړخيزې خبرې وكړي او هم يي د همغږۍ مركز په اړه چې ددې لارې به ټول عمليات د ځانكړې واحدې قوماندي لاندې اجراكيږي او دبې ځايه پلټنو اودملكي خلكو دمرك ژوبلې څخه دمخنوي په اړه ځانكړې پلانونو اوسپارښتې  په ډاګه شوي .


ديادونې وړ ده چې اوس د نوو ايساف قواوو په راتګ سره دايساف قواوو ټول شمېر(۱۵۰۰) نفرو ته رسيږي .
دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر
0700631860