کور / سياسي / امريکائي چارواکي په افغانستان کي د جنګ پيکه څېړنه وړاندي کوي

امريکائي چارواکي په افغانستان کي د جنګ پيکه څېړنه وړاندي کوي

ليکونکی: کريګ وايټلاک، د واشنګنټن پوسټ بهرنی سرويس، يکشنبه، دفبروري، اتمه.

مونيخ، د فبروري ٨—په يکشنبه د اوباما د ملي امنيت ټيم په افغانستان کي د جنګ يو بېرونکی براورد وړاندي کړی، چي يوه غړي يې داسي وويل ” افغانستان تر عراق مشکل دی.” نورو يې د اسي اشاره ورکول چي امکان لري بيرته راګرځېدل کلونه واخلي.

امريکائي چارواکو وويل نورو ناټو او امريکائي ځواکونو ته ضرورت سته ترڅو د طالبانو د زياتېدونکی قوت او هغه ټوپک سالارانو چي د کابل د مرکزي دولت مخالفت کوي، مقابله وکړي. ليکن دوی دا هم وويل چي نويو لارو چارو ته اړتيا سته ترڅو د عامه مرستو هغه ضدو نقيض پروګرامونه منظم کړي چي بيليونونه ډالر پکښي ضايع سوي دي.

“دلته د ناټو راتلونکې پر دو پرته ده،” دا رچرډهولبروک، چي دافغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د خاريجه وزارت خاص استازی دی، هغه امنيتي غونډي ته وويل چي اوس دلته روانه ده. ده زياته کړه چي “دا به يوه اوږده او مشکله مبارزه وي. زما په نظر، دا به تر عراق ډيره مشکله وي.”

جنرال ډېويډپېټرياس، د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر وويل په افغانستان کي جنګ “په تېرو دوو کلونو کي په معلومداره ډول بدتره سوی دی،” او ده د امنيت د لاخرابۍ اخطار ورکړی.

سربېره پر اضافي ځواکونو پېټرياترس د ملکي ظرفيت د لوړوالي ږغ هم وکړی تر څو کلي بيا ورغوي، پوليس وروزي، په افغاني حکومت کي د فساد مخه ونيسي او د هيواد د ترياکو د کاروبار کچه را ټيټ کړي. ده دا هم وويل چي د برياليتوب چانسونه ټيټ دي، ځکه په تاريخي لحاض په افغانستان کي بهرني ځواکونه معمولً د ماتي سره مخ سوي دي.

ده وويل “دکلونو په جريان کي افغانستان د امپراطوريو په هديره پېژندل سوی دی، او موږ و دې تاريخ ته په سپک/سرسري نظر نه سو کتلای.”

د اوباما اداره په افغانستان کي و جنګ ته په لوړه سطحه ستراتيجيکه د سره کتنه کوي او وايي چي نتيجه به يې د ناټو د شپېتمي کليزي څخه وړاندي چي په اپريل کي ده څرګنده کړي.

پټرياس چي په عراق کي د امريکائي ځواکونو قومندان هم دی وايي چي ددې د سره کتني يوه برخه به دا هم په ګوته کړي چي ايا په عراق کي د ځواکونو د زيات والي څخه چي کاميابي تر لاسه سوې وه، په افغانستان کي هم تر لاسه کېدای سي که څنګه. ده وويل لکه په عراق کي، په افغانستان کي هم يوه اساسي وظيفه داده چي د کابل د مرکزي دولت مشروعيت پياوړی سي، کم چي د پلازمېني څخه دباندي ډير لږ تاثير لري. ده دا هم وويل چي امريکا او ناټو بايد د محلي قومي مشرانو سره د ايتلاف جوړولو په وخت کي و سياسي او کلتوري ملحوظاتو ته هم ډيره پاملرنه وکړي. داسي يوې تګلاري په عراق کي هم کار وکړی.

ده وويل، ترڅو داسي وسي، پوځي قومندانان او ددوی قطعې بايد د امکان ترحده په کليو کي د خلګو سره راشه درشه ډېره کړي، پرځای ددې چي د ليري پرتو قرارګاوو څخه کارونه پر مخ بيايي. دا په عراق کي يو بل تاکتيک وو چي دلته تقليدېږي.

پېټرياس وويل “تاسو نه سی کولای چي د ياغيتوب پر ضد د جنګ د عملاياتو په جريان کي کار ته ولاړسی.” نوموړي زياته کړه “البته داسي يوه تګلاره و ډيرو پيالو چايو ته اړتيالري.”

د اوباما ادارې ويلي دي دوی به ٣٠٠٠ اضافي امريکائي سرتيري و افغانستان ته واستوي چي دا به په افغانستان کي د مېشتو امريکائي سرتېرو تعداد د ٦٦٠٠٠ و شاوخوا ته رالوړ کړي.

د امريکا ملګري په افغانستان کي ٣٢٠٠٠  تنه پوځيان لري چي د ناټو تر قومندانۍ لاندي کار کوي. د ناټو چارواکو د ايتلاف پر اوروپايي غړو باندي زور اچولی دی ترڅو اضافي پوځيان واستوي، مګر دې کار ته لږ هېوادونه زړه ښه کوي. جرمني چي په افغانستان کي ٣٥٠٠ تنه پوځيان لري او دا تعداد په دريمه درجه کي دی، د اضافي پوځونو غوښتنه/اړتيا تر پوښتني لاندي نيسي. د دفاع وزير پرانز جوزف جنګ وويل ډيره توجو بايد د سيميزه ځواکونو و تربيې او د بيا رغوني و پروژو ته وسي. ده و کنفرانس ته وويل “موږ يوازي د نظامي لاري نه سو کاميابه کېدای.” نوموړي وويل “بېله امنيته څخه به جوړونه/ پرمختيا نه وي. مګر بېله جوړوني/ پرمختيا څخه امنيت هم نه سو درلودلای.” د ځواکونو پر سر بحث په تاټو کي دردونکی درز اچولی دی. جاپ دي هاپ شيفر، چي يو هالنډی ډيفلومات دی او اوس د ناټو مشري پر غاړه لري، په شنبه کنفرانس ته وويل چي د ايتلاف اوروپايي غړي بايد په افغانستان کي و “درنو کارونو” ته اوږه ورکړي.

امريکائي جنرال، جان کراډاک، په اوروپا کي د ايتلاف د ځواکونو اعلی سر قومندان په يکشنبه وويل ناټو ٥٠٠٠ نورو پوځيانو ته اړتيا لري ترڅو په افغانستان کي د ځينو برخو امنيت د رياست جمهورۍ د انتخاباتو تر وخته خوندي کړي، کم چي په راتلونکي اګست کي کېدونکي دي. ده وويل د ناټو غړو ته “معلومه وه چي ددوی څخه به دا غوښتنه وسي چي قدم راواخلي او نور څه وکړي، او دا اوس د سياسي ارادې يوه مسئله ده.

د برتانيا د دفاع وزير جان هوټن، د خپل جرمن سيال سره ښکاره مخالفت وکړی. ده وويل په افغانستان کي د نورو جنګي ځواکونو ضرورت د لوړو اولويتونو څخه دی. نوموړي وويل که طالبان ځواکمن پاته وي د بيا رغوني هڅي به ناکامه سي. ده زياته کړه “دا به موږ په ځان ملنډي وهو که داسي فکر کوو چي دا نوري مرستي هم عينً ارزښت لري،ځکه چي دوی يې نه لري.” برتانيا اوس په افغانستان کي ٨٩٠٠ تنه پوځيان لري چي دا يوازي د امريکا څخه په دوهمه درجه کي دي،او ويلي يې دي امکان لري چي نور هم  واستوي.