کور / تازه خبرونه / په هرات كي تښتول سوى هندى ووژل سو

په هرات كي تښتول سوى هندى ووژل سو

افغان حكومت وايي وسله والو طالبانو په هرات كي د يوه بهرني شركت تښتول سوى هندى كاركوونكى وژلى دئ.
اته دېرش كلن شري سيمن پرماننتن د ۲۰۰۸ كال د اكټوبر په مياشت كي نامعلومو وسله والو تښتولى و، چي بيا يې مسئوليت طالبانو پر غاړه واخيست.
ښاغلي سيمن په هرات كي د يوې ايټالوۍ ساختماني كمپنۍ سره كار كاوه.
د هند حكومت او د سيمن كورنۍ هم د نوموړي مېړنه تائېد كړې ده.
د هغه ۳۵ كلنه كونډه وسنټي سيمن پرماننتن وايي هندي چارواكو ورته وويل، چي مېړه يې د تښتوونكو له خوا د يك شنبې په ورځ وژل سوى دئ.
مېرمن سيمن وايي تښتوونكو د هغه د خوشي كېدو په بدل كي پنځه لكه ډالره غوښتل چي دوى نه درلودې.
هغې د خپل مېړه د وژلو علت د هغه عيسوي توب هم په ګوته كړ.