ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | فبروري 10th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي دي چې افغانستان ته د ناکامه دولت خطاب کول ستره تیروتنه ده.


ورځپاڼې د موضوع به دوام د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي د افغانستان لپاره د یوې داسې کلمې کارول د تیرو څو کلونو لاس ته راوړنې تر پوښتنې لاندې وړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې  د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ د جوړولو په اړه روانو بحثونو ته په اشارې لیکلي دي چې نوې ستراتیژۍ باید په څه ډول وي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د مونشن غونډې ته ولس مشر کرزي په وینا تبصره کړې چې پکې یو ځلې بیا طالبانو او نورو مخالفینو ته د سولې بلنه ورکړاې شوې.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د افغانستان د روانو ستونزو سیاسي حل ته باید زیات پام واړلولې شي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي د مونشن د غونډې برخوالو د همغږۍ په اړه د ولس مشر کرزي  د دریځ ملاتړ وکړ.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژ مسله راغستې خو لیکلي دي چې هره ستراتیژي باید د افغانستان په واقعتونو ولاړه وي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د الجزیرې د ټلویزیوني شبکې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې افغانستان اوس مهال د یوې مناسبې ستراتیژۍ له نشتوالي  سره مخ دې او امریکایان دوه میاشتې فرصت لري څو په افغانستان کې یوه نوې ستراتیژي غوره کړي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو مسله راغستې او لیکلي دي چې اوس نو باید پدې اړه ریښتینې ګامونه پورته شي ځکه د ورځپاڼې په وینا له زور زیاتیو سره حالات نور هم خرابیږي.

په ورځپاڼه کې د افغان ولس مشر په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکل شوي چې په سلو کې پنځه اتیا افغانان د کرزي بیا واکمني نه غواړي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د سولې  په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په حواله لیکلي  دي چې په افغانستان کې د سولې د تینګښت لپاره باید د خلکو لوږې او بیوزلۍ ته پام وشي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د مونشن امنیتي غونډې ته د ولس مشر کرزي په وینا او وسلوالو مخالفینو ته د سولې د بانې د ورکولو مسله څیړلې.

ورځپاڼې د موضوع به دوام ددې غونډې په اړه لیکلي دي که څه هم د افغانستان مسله په جدي  توګه یاده شوه خو بیا هم کومه نوې ژمنه ونشوه.


د اصلاح او انیس  دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې  خپاره کړیدي.


انیس هم پخپله سرمقاله کې د مونشن په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې پدې غونډه کې د افغانستان غوښتنه نړۍ ته اعلان شوه.

خو اصلاح بیا په افغانستان کې د امنیت په ټینګولو کې د خلکو د همکارۍ مسله څیړلې او لیکلي دي چې دا همکاري خورا اړینه ده.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوازني سرلیک کې د ترورزم په خلاف د نوې ستراتیژۍ د جوړولو لپاره د امریکا روانو هڅو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې سیمې ته د هالبروک سفر څیړلې دې.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د امریکايې چارواکو په حواله لیکلي دي چې هالبروک د سیمې هیوادونو ته هیڅ پیغام له ځانه سره نلري بلکه د هغه ماموریت تر ډیره د شتو ستونزو اوریدل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024