نوې غزل

خان زمان کاکړ | فبروري 10th, 2009


ډيوه بليږي خواثرنه کوي
زموږپه وطن کي رڼا،لمرنه کوي

دپښتنودکاروان غړي وائي
زموږلارښوونه زموږرهبرنه کوي

په هغه ورځ به جنګ سړيږي دلته
چي کله څوک توره،خنجرنه کوي

ماله تيارودورځي مه وېروه
دشپې قيصې په ماځيګرنه کوي

چي دبل لاس نه وي،پښتون خوکله
لوبي په خپل دستاراوسرنه کوي

په کومه مځکه چي باروداوريږي
په هغه خاؤره بوټي،زرنه کوي

په تبســــــم هم بيرته نه راګرځي
نفرت وهلې مينه بر نه کوي

Copyright Larawbar 2007-2024