د پکتيا مرکز ګرديز کښي د ۱۰۰۰ زرو اړو کورنيو سره مرستي وشولې
په پکتيا ولايت کې د(USAID) په مالي مرسته له ١٠٠٠ اړو کورنيو سره مرستې وشوې.
يادې شوې مرستې دسل زره امريکايي ډالرو په ارزښت د(LGCD) پروګرام لخوا ووېشل شوې.
له دغو مرستو څخه ،هرې کورنۍ ته ٣ کمبلې،يوه ګازډبه،داوبويوه بوشکه او نور ژمني اړين توکي وويشل شول .
سلاكار وزير او دپكتيا والي جمعه خان همدرد وويل : دغه اړې کورنۍ دکميسيون لخوا معلومې شوې وې چې نن پرې مرستې ووېشل شوې.
د پكتيا والي ښاغلي همدرد زياته كړه: له يوې مياشتې راهيسې په دې ولايت کې دمرستو لړۍ پيل شوې ده،او له نورو موسساتو يې غوښتنه کړې چې په پکتيا کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
دنوموړي په وينا ،تردې دمخه دوه سوه پنځه اتيا زرو ډالرو په لګښت يو شمېرژمني اړين توکي ددولتي او غيردولتي موسساتو لخوا وېشل شوي دي.
دا مرستي په داسي حال كي ويشل كيږي چي څه موده وړاندي پكتيا والي د زرمت ولسوالي ته سفر كړي وو او هلته يي هم په اړو كورنيو د مرستو توكي وويشل .
عکسونه :