کور / تازه خبرونه / په خوست کښي پرامريکايانو باندي انتحاري حمله وسول

په خوست کښي پرامريکايانو باندي انتحاري حمله وسول

په هغه انتحاري حمله کې چې څو شيبې وړاندې  دخوست په ښار کې دبهرنيو ځواکوپه پوځي کتارباندې وشوه

جګړن پاتريک سيبر په خوست کې  دناټودمطبوعاتى  مسول دسلواغې په ٢٢مه لراوبر ته وويل چې په دې پېښه کې دوه تنه پوځيا ن وژل شوي اويوتن ټپي شوي دي .

که څه هم جګړن دوژل شوي اوټپيانو سرتيرو دهويت په اړه څه ونه ويل خو دويل و ړ ده چې په  خوست کې پراته پوځيان دامريکي هيواد پورې تړلي دي .

 نوموړ منلې ده چې په دې ځان مرګي بريد کې يې يوموټر هم لمنځه تللى دي .

عيني شاهدانو ويلي چې په سپينه سراچه کې ناست انتحاري راغۍ اودپه دې سيمه کې چې امريکايانو دماين دلټون په خاطر له خپلو پوځي ګاډو راکوز شوي وو سراچې ځا ن پرې ورټکر او دوي ته يې ګڼه مرګ ژوبله واړوله .

عيني شاهدان وايې چې څو سرتير يي وليدل چې دچاودنې نه وروسته په هغه هليکوپتر کې چې دچاودنې ځاي ته دټپيانو اومړو دانتقال په خاطر راغله په کې پورته اونامعلوم لوري ته يې انتقال کړل .

ذبيح الله مجاهد دوسله والو طالبانو وياند و ايې چې په دې حمله کې يې اته تنه امريکايي سرتيري لمنځه وړي دي .

 په روان ميلادي کال کې په خوست کې دادوهمه ځان وژونکي حمله ده .