جنرال علي شاه پکتياوال ته ښايي يو بل دروند مسوليت وسپارل شي

د لراوبر اداره | فبروري 10th, 2009


دکورنيو چارو وزارت وايې چې ډير ژربه پکتياوال ته دېوې سترې چوکۍ مسوليت په غاړه ورکړي .


دکورنيو چارو په وزارت کې يوې معتبرې سرچينه لراوبر ته دسلواغې په ٢٢مه وويل  چې دکورنيو چارو وزارت چارواکي به ډير ژر دکابل دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيقاتو دچارو مشر جنرا ل عليشاه پکتياوال په يوه مهمه دنده وګماري .

يادې شوې سرچينه وايې چې جنرال پکتياوال دخپلې درې کلنې دورې پرمهال چې دکابل دامنيه قوماندانۍ کې دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو دريس په توګه يې دنده ترسره کوله ډيرې ښې لاسته راوړنې لرلې اودکورنيوچارو وزارت يې کړنو ده دقدرپه سترګه ګوري .

ياده شوي سرچيني وايې چې ډير ژربه جنرال پکتياوال دکورنيو چارو په وزارت کې دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې دريس يادتروريزم دچارو دريس اوياهم په کوم ولايت کې دا منيه قوماندان په توګه وګماري .

جنرال پکتياوال وال چې په کابل کې هميشه خپلې لاسته راوړنې دمطبوعاتو له لارې خپرولې اوډيرى مجرمين اودقانون ماتوونکي دده په دوره کې دقانون منګلو کې پريوتل .

دکورنيو چارو وزارت وياندزمري بشري  ديادې شوې سرچيني خبرې تايد کړي اوزياته يې کړه چې دکورنيو چارو مشرتابه دکابل پخواني امنيه قوماندان دهغه مرستيال اودجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې ريس جنرال پکتياوال لاسته راوړنوته دقدر وړپه سترګه ګوري .

بشري وويل چې ډير ژر به يادوشوي جنرالانوته چې مسلکي اوپه کارپوه جنرالان دي تردې سترمسوليتونه وسپارل شي .

هڅې مو وکړي ترڅو په دې اړه دجنرا ل عليشاه پکتياوال سره اړيکي ونيسي خودهڅو سره سره بريالي نه شوو .

Copyright Larawbar 2007-2024