کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي دي چې افغانان د خپلو واکمنانانو له فساد نه زوریږي.


ورځپاڼې په یو بله تبصره کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ماموریت ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان د نړۍ د سترو ځواکونو د ماتې خوړلو ځاې دې او د ځواکونو زیاتول به حالات نور هم خراب کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کورنیو چارو د وزارت په ځینو پوسټونو کې رامنځ ته شویو بدلونونو ته په اشارې لیکلي دي چې دا بدلونونه بنسټیز ندي او باید نور بدلونونه هم راوستلې شي.


د انیس دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د یوې نظر پوښتنې په حواله لیکلي دي چې افغان دولت په تیرو اوو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړې دې او اکثره خلک د ولس مشر کرزي کار مثبت ارزوي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو لپا