کور / تازه خبرونه / كابل: د عدليې وزارت د چاودنو جزيات

كابل: د عدليې وزارت د چاودنو جزيات


په هغه بريد كي چي د چارشنبې په سهار د كابل د عدليې په وزارت كي سوى د دغه وزارت كاركوونكو ته يې پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
اسوشيېټيډ پريس آژانس د عدليې وزارت د يوه مامور محمدعلي په حواله ليكي چي پنځو وسله والو د عدليې پر وزارت بريد وكړ او په وزارت كي اوس  هم ټكان اورېدل كېږي
كابل نن سهار د څو بېلابېلو پېښو شاهد وو، چي د عدليې وزارت د پېښي مسئوليت طالب وسله والو پر غاړه اخيستى دئ.
طالبان وايي د عدليې په وزارت كي يې دوه ځانمرګي بريدونه كړي چي د دې وزارت ډېرو چارواكو او كاركوونكو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه بريد پر داسي مهال كېږي، چي د كورنيو چارو وزارت د ښار د ښه امنيته په باب د كابل په امنيتي ادارو كي پراخ بدلونونه راوستلي دي.