کور / خبرتیا او پيغامونه / د خواشينۍ او غمشريكۍ پيغام

د خواشينۍ او غمشريكۍ پيغام

په زياتي خواشيني سره موخبر تر لاسه كړ چي دجنوب ختيځ زون دبانكونو امر محمدرحيم اميري دهغي ناروغي له كبله چي ورپيښه شوي وه د35 كالو په عمر له فاني نړي څخه سترګي پټي كړي .


انا اليه وانا له راجعون


محمدرحيم اميري دحسن ګل زوي داحمد ابا ولسوالي دخواجرخيلو په كلي كي په يو روڼ انده كورني كي په كال 1334 زيږيدلي او خپلي لمړني زده كړي ئي درود دامحمد زويو په ليسه كي پاي ته رسولي وي لوړي زده كړي ئي دلسانس تر درجي پوري رسولي وي او په اقتصادي چارو كارپوهه مسلكي كدروه .


نوموړي وطن او هيواد والو ته دخپل ژوند په اوږدو كي په بيلا بيلو ادارو كي دنده اجرا كړي وه او په 1384 كال كي دجنوب ختيځ زون دبانكونو دامر په توګه مقرر شوي وه چي دخپل پرسونل په مينځ كي دځانګړو ښو اخلاقو خاوندوه نوموړي دهغي ناروغي ددرملني لپاره چي دي به ئي ځوراوه مركزكابل ته دتيري شنبي په ورځ تللي وه او ديوه عادي عملياتو په پايله كي ئي خپل خوږ ژوند له لاسه وركړ نوموړي چي په دي ورستيو كي ئي دولايت دمقام دهدايت له مخي په پكتيا كي دخارجي اسعارو دراكړي وركړي دبنديدو او دخپلو افغاني بانكونوټونو دپوره چلند ارمان درلود خو ژوند ورسره ياري ونه كړه دمرحوم جنازه ددوشنبي په ورځ ددوي په پلرني هديره كي خاوروته وسپارل شوه


دولايت دمقام رهبري ، دبانكونو امريت او ټول دولتي دواير دمرحوم محمد رحيم ( امري ) مړينه يوستره او نه جبيره كيدونكي ضايعه ګڼي نوموړي ته دجنت الفردوس اوپاتي كورنيو او اداري كارمندانو ته دجميل صبر اوجزيل اجر هيله كوي روح دي ښاد او ياد دي هميش وي


دمرحوم فاتحه چي دچهار شنبي په ورځ دنوموړي دكورني خپلوانو او اداري لخوا دګرديز دحضرت بلال په جومات كي واخستل شوه دفاتحي په مراسيمو كي سلاكار وزير او دپكتيا والي جمعه خان ( همدرد) دولايت مرستيال دولايتي شورا غړو امنيه قوماندان ، دملي امنيت ريئس علماوو شورا ريس ، دسولي دټينګښت رئيس اودولتي ادارو رئيسانو ګډون كړي وه .