کور / راپور / پكتيا والي له ځدراڼ ميشتو ولسواليو نه ليدنه وكړه

پكتيا والي له ځدراڼ ميشتو ولسواليو نه ليدنه وكړه

د افغانستان ددولت رسمي نښان او سمبول

دپكتيا ولايت دځدراڼ ميشتو ولسواليو داوسيدونكو ستونزوته دحل لاري چاري ولټول شوې .

سلاكار وزير او دپكتيا والې جمعه خان همدرد دځدراڼ ميشتو دريو ولسواليو  وزي ځدراڼو،شواك ،او ګردي څيړي، ته دسفر به ترځ كي له مشرانو سره دسيمي دډادمن امنيت ،دبيا رغاونو دپروګرا مونو دپياوړتيا او دغه راز ددولت او خلكو تر مينځ دمتقا بلو همكاريو پر ګټورو لارو چارو خبري وشوي .

په غونډه كي اوسيدونكو خپلي ستونځي چارواكوته يادي كړي اودحلولو غوښتنه يي وكړه.

په مقا بل كي جمعه خان همدرد دبيا رغاوني ټول پروګرامونه  دډاډمني فضا او امنيت په شتون ددولت او خلكو تر مينځ دپوره همكاري  په درلو دلو  كي كيدونكي وبلل او ددغو چارو دلاښه پر مخ بيولو كي يي دخلكو او دولت تر مينځ يو لړ ژمني تر سره شوې  تر خوپه نوموړيو ولسواليو كي  دمخالفينو لا سوهني بندي شي .






تبصره نسته

  1. دا سمون خو لر او بر داسې کاروي لکه ټول لر او بر چې د پکتيا په والي پوره اړه ولري وه د لر او بر چلوونکو څخه هيله کوم چې د دارنګه چاپلوسانه او بې حايه خبرونو څخه ډډه وکړي ،او داسې راته ښکاري چې ګل اغا احمدي ،سمون ،غفار پوپل ،بصير بهير او همت الله امين زى ټول په يوه مرض ککړ دي .چې بې ځايه بې ځايه ليکنې کوي

  2. سلامونه ګران اتل صيب
    زه فكر كوم چي مونږ او تاسو يو بل نشو زغملاي ، هغه متل دي چي موړ ليدلاي نشو او وږي مړولاي نشو
    په هر حال زه نه غواړم چي د سمون ننګه وكم خو د هغه هر خبر يا راپور پر ثبوت او بنياد ولاړ دي
    او تر كومه ځايه چي ما اوريدلي جمعه خان همدرد چي اوس مهال زمونږ والي دي تر دي هم زيات كار كوي، تاسو باور وكړي چي ښاغلي همدرد تر ماښام پوري كله چي په دفتر كي وي كار كوي
    الله دي نور هم ځواك وركړي چي پكتيا راته آباده كړي
    جاويد پكتيا وال

  3. جاويد نه يې نه کوم پکتياوال يې خپله سمون يې نورې غورې يې هم وکړه پروا نه کړي خپله قضاوت مه کوه پريږده چې نور قضاوت وکړي والي دي مجبور دي چې تر شپې کار وکړي