کونړ: د اورلګېدنې له امله ۱۰ تنه سوځيدلي

جان محمد مهربان | فبروري 12th, 2009


د کونړ مرکز اسعداباد ته څېرمه د اندر شېر په سيمه کې د ګازو د ډبې د چاودېدو له امله د يوې کورنۍ يوه ماشومه مړه شوې او ۹ تنه نور سوځيدلي دي. د کونړ د والي وياند ادريس غروال وايي پېښه په کاله کې د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. غروال وايي چې په کونړ کې د سوځېدلو ټپيانو درملنه ناشونې وه او دوی ټپيان د ننګرهار روغتون ته ولېږدول. د ننګرهار د عامې روغتیا مرستيال ډاکټر بازمحمد وويل چې د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښې وړ دی او دوی د ښې درملنې لپاره ګاونډي هېواد پاکستان ته واستول.

Copyright Larawbar 2007-2024